شنبه, اپریل 20, 2024
Home+له اهرامونو تر موزیمونو | استاد شهسوار سنګروال 

له اهرامونو تر موزیمونو | استاد شهسوار سنګروال 

د مصر تاریخي سفرنامه

دوهمه برخه

لمر له غرمې پښه اړولې وه، چې له کوره مخ په هوایي ډګرو خوځېدم … دزېږدي۲۰۲۳ کال دمارچ لومړۍ نېټه وه، چې د سفر جامې مې واغوستې، د لندن یوه نامتو هوایي ډګر ته چې هېترو نومېږي وخوځېدم، له اوږده ځنډ وروسته الوتکې ته پورته شوم او بیا مو د مصر دلرغوني هېواد مخه خپله کړه…

 الوتکې په چټکو ګامونو د ځمکې اوهوا تنابونه رالنډول او په لاره کې یو د بل پسې د ډېرو هېوادونو پاڼې واړولې.

 له اروپا نه د افریقې وچې ته ورپورېوتم…د دوه وچو تر مینځ دغه اوږده لاره مو د پنځو ساعتو په موده کې رالنډه کړه.

بیا د مصرله هوایي ډګره راووتم او د یوه ټکسي موټر پرمټ مې د مصر پلازمینی قاهرې په زړه کې د سفیر په نوم یوه هوټل ته مخه کړه… دلندن ګاډي دسړک کیڼ لاس ته دټرافیکي دودونو له مخې ځغلي ،خو دمصرګاډي بیا دسړک ښي لاسته چلېږي او ما دواړه غاړې له سترګو تېرولې.

موټر چې دنیل رود په تندي جوړ شوي پله ته ورسېد نو ومې لید چې غرونه غرونه نیل دقاهرې دښکلي اولرغوني ښارله ښکلا ګانونه پلو اړوي او له ادمه تر دې دمه یې مصرته خپله زرغونتیا بښلې ده،نوځکه خونیل رودته دمصرتحفه وایي.

شپه مې په همغه هوټل کې تېره کړه ، په دې سبا چې دمارچ ۲ومه نېټه شي دسهار ۹بجې دیوې ټکسي په وسیله دمصرلرغونو اهرامونوته ورغلم، تاریخي دب دبې ته یې پښه نیولی اوتم شوم.

په ټوله کې مصرله شمال نه مدیترانې،له ختیځ نه دفلسطین په خاوره ،چې اوس داسراییلو په ولکه کې ده،سره سمندرګي، له لویدیځ نه په لېبیا او له سهل نه په سوډان پورې نښتی دی… دسینا ټاپووزمه سیمه هم په سره سمندرګي کې غوځېدلې ده ،ختیځ کې یوه ټاپواوسویز کانال ،چې دمصر په خاوره کې پروت دی دمدیترانې سره نښلي ، په غزه کې اوس فلسطيني کډوال اباددي،چې دمصر له خا ورې سره تاریخي خپلوي لري .

هغه څه چې دمصرلرغونې تاریخي دب دبه ېې نړېواله کړې ده هغه دمادي اومعنوي ارزښتونو له مخې ،چې ډېر سیلانیان یې لیدلوته راځي هغه دمصراهرامونه اومصري فراعونیان دي،چې لړۍ یې شاو خوا ۲۶ ته رسېږي اوله مخزیږدي نه زرګونه کاله دمخه ټاکلې اونا ټاکلې زمانه په ګوته کوي.

فرعون دلوړاوهسک په مانا ، خوختیځپوهان یې دپاچایانوپه نامه یادوي اوداسې انګېرل کېږي،چې ددې هېواد لرغونې ځواکمنتیا ، ابادۍ اورغاونې ترډېره بریده ددرېیم توتمس اوددویم رامسس پاچایانو اوفراعونیانوزمانې پورې اړه لري.

له دې وروسته مصر له تېرې لرغونې دب دبې را وغورځېد او په اوومې «۷»مخزیږدي پېړۍ کې د« ساییس » فرعونیانو لرغونی مصریوځل بیا په پښو ودروه.

زه لومړی دفراعون هغه ستر اهرام ته ورغلم،چې ۴۵۰۰کاله دمخه دوخت انجنرانوپه ځانګړي هنري مهارت اونوښت ودان کړی دی .

دمصر درې ګوني اهرامونه ډېر نامتو دي اود « جیزه » اهرامونو په نامه یادېږي او په ټوله کې لوېو او واړو اهرامونوشمېر له سلو نه اوړي.

د لومړي اهرام په ډبرلیک ،چې دجیزه له سترواهرامونوڅخه دی ،لیکل شوي ول چې دغه اهرام د«خوفويا خوفس » نامتوفرعون جوړ کړی دی ،چې ۱۳۹ متره لوړ والی لري اوشاو خوا دوه میلونه ۳۰۰زره ډبرینې خښتې ،چې دهرې خښتې وزن یې څو ټنوته رسېږي ابادسوی دی.

دغه اهرام،چې په سقاره کې دی دهغه انجینرله خوا جوړ شو چې دفرعون په دربار کې دډېر درناوي څښتن واوان دهغه مهال «چښتن اورب النوع » یې باله.

دپام وړ خبره خو داده کله چې زه ورسېدم ددې ستر اهرام لمنې ته څېرمه دیوشمېر وزیرانو او انجنرانوله خوایوه غونډه رابلل شوې وه ،چې دجیزه اهرام مصري انجنرانواوساینس پوهانوپه ګډه په هغې کوټې غږېدل چې نوې موندل شوې وه ، چې اوږدوالې ۹متره ،سور اولوړ والی یې دوه دوه متره وو.

ما نه یوازې دغه درې اهرامونه ولیدل ،بلکې لوې اوواړه ټول مې له پامه تېر کړل …دهمدې اهرامونو شاته ،فرعون دیوه تن یوه ستره مجسمه هم جوړه کړې وه ، تنه یې دزمري اوسر یې دانسان و،چې ګنې دی به ددغو اهرامونو ساتنه اوپالنه کوي .

ددې مجسمې په څنک کې د لسګونو کوټوودانې کنډواله اووېجاړې پرتې وې اوداهغه کوټې وې چې هلته به دفرعونیانومومیایي چارې ترسره کېدې.

 اوس دغه کوټې ځکه ړنګې پرتې دي چې ۲۳۰۰کاله دمخه په مصر کې داسې سخته زلزله وشوه چې نه یوازې دغه کوټې وغور ځولې بلکې داهرامونوګانګرېټونه یې هم وتوږل اوکا واکه یې کړل .

دپنځه ساعتونو په شاو خواکې مې دغه سیمه ټوله چاڼ کړه اوبیا دوه بجې یوې داسې فابرېکې ته لاړم ،چې هلته دکړکي په څېر یولرغونی بوټی و،چې زرګونه کاله دمخه ددغه بوټي له پوټکي کاغذ جوړېده اودا دومره لرغونی و،چې د«هېروغلیف » لیکدود به پرې هم کښل کېده.

هېروګلیف هغه انځوریزلومړنی لیکدود دی،چې له مخزیږدي نه زرګونه کاله دمخه دود واودهمدې بوټي په کاغذ،چې په انګریزي کې ورته پپیازاو په عربي کې ورته« بردي » وایي لیکل کېده.

څرنګه چې داسلام سپیڅلی دین دحضرت عمر(رض) دخلافت په مهال مصر ته ورسېد،نوددې کاغذیوه کار پوه ووېل، چې د حضرت عثمان (رض) په وخت، د قرانکریم په لومړنۍ لیکنه کې له همدې کاغذه استفاده شوې ده .

ما په برټش کتابتون کې دقرانکریم دوه قلمې نسخې ولېدې چې یوه نسخه دحضرت عثمان د خلافت په مهال لیکل سوې وه ، چې دکاغذ بڼه یې کټ مټ همداسې وه اودویمه نسخه دهارون الرشیددواک په وخت کې کښل سوې وه،چې کاغذ یې دلومړۍ لاسي نسخي په پرتله ۲۰سلنه توپير درلود !؟

کوم لاسوندونه چې ما په دغه فابریکه کې دهېروغلیف ،انځوریزلیکدود په تړاو تر لاسه کړل ،داسې انګېرل کېږي،چې ښایي اوه زره (۷۰۰۰) کاله دمخه دغه لیکدود شتون درلود ،چې د نړۍ دتمدن د پنځو حوزوله لومړي پېر سره تړاو لري.

دمازدیګرپنځه بجې وې ، په داسې مهال چې ز ېړي مازدیګر خپلې وړانګې راټولولې اودفرعونیانودبرجونو تورې ډبرینې ښيښېي ځلولې مخ په هوټل راغبرګ شوم .

په دې سبا دمارچ په درېیمه ،چې دجمعې مبارکه ورځ وه ومې غوښتل چې دمصرلرغونی موزیم،چې مومیایي شوي فرعونیان لاهم پکې امانت پراته دي وګورم.

دسهار ۹بجې وې چې له هوټل نه مخ په موزیم روان شوم … له چا مې پوښتنه وکړه چې له هوټل نه تر موزیم څونه مزل دی؟ هغه راته ووېل ،په پښواوپلې مزل ، شاوخوا یوساعت …!

 غوره مې وګڼله،چې هغه ځاې ته په خپلوپښووخوځېېږم‌، هو! همداسې مې وکړل اودنیل غاړه مې ونیوله اوپه مزه مزه ،چې لمرلا خپله تودوخه نه وه غوړولې روان شوم .

په زړه کې مې دنیل رود دلرغونوکېسوپاڼې اړولې، کله کله به دنیل لرغونې دب دبې  سترګې راو برېښولې اوشونډې به مې مرۍ مرۍ کېدې چې ددې سین مستي ته څومره نیمزالې اوتنکۍ پېغلې له سرې ډولۍ سره ورغاړه سوي دي اودخپلو سرونوقرباني یې دنيل له مستي تاوکړې ده  ؟

زاړه روایتونه وایي، یومهال به چې دنیل رود په مستۍ راغی ،نو شاو خوا کورونه به یې له خپل خړستوني لکه د خونړي ښامار په څېر تېرول .

دوخت دودیزو انګېرنوددې خبروپخلی کاوو،چې ګنې ترهغې نیل نه کرارېږي اونه له مستۍ کېني ، ترڅو چې دخونړي زمري په څېر خپله ډالۍ اوتحفه ترلاسه نه کړي !؟

دده ډالۍ ، سره ډولۍ اوپه سرې ډولۍ کې ناوې شوې نیمزاله پېغله وه ،چې هرکال به دمستۍ په مهال یوه تنکۍ پېغله ناوې شوه ، سینګاره بی کړه ،په سره ډولۍ کې به یې کېنوله،سورسالولا کې به یې را ونغاړله اوبیا به یې دنیل هغه خړو څپوته وروغورځوله .

انګېرنوددې خبرې پخلی هم کړی دی ، چې کله به نیل رود خپله ډالۍ ترلاسه کړه نو بیا به یې ورورودخپلوخړوخونړېیو څپولمنه راټوله کړه اوله مرګونونېشو به را وغورځېد .

زه همدې انګېرنو په سراخستی وم اوپه چټکو ګامونو مې هم خپله لاره څارله او هم دنیل رود له ځوانۍ اومستۍ مې پاڼې اړولې ،چې رښتیا هم دیوساعت په شاو خواکې دهغه پله غاړې ته ورسېدم ، چې دمصر په تاریخ کې د« اکټوبر۶مه » نېټې په نوم نامتو دی اودا هغه نېټه ده ،چې په دې ورځ مصریانو له اسراییلوجګړه وګټله .

داکتوبر۶مې نېټې له پله ،چې پورېوتم سترګې مې دمصرد« دتحریرپه څلور لارې » ولګېدې،چې په دغې څلور لارې کې نه یوازې، دلته دمصردفتري چارې د«مجمع» په نوم سرته رسېږي،بلکې داهغه څلور لارې ده ،چې د« حسن مبارک» پر وړاندې د«عرب پسرلي» پاڅون پیل سواو دهغه دواک اوځواک ملایې ماته کړه او دی یې له دندې ګوښه کړ.

د «مجمع» ودانۍ ته مخامخ دمصردموزیم دلرغوني تاریخ له غروره ډکه اوسپنیزه ماڼۍ چې هډوکي یې له ډبرینوخښتوجوړاوهم اوبدل شوي ولاړه ده ، چې په تندي یې دمصردبیرغ رنګینه شمله له ورایه ښکا ري.

دموزیم دلیدلو ټکټ مې واخست او په ډېرې بې صبرۍ د سیلانیانو په اوږده کتار کې ودرېدم او کتار په ډېرو ستړو ګا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب