Homeخبرونهداعش د بلخ پر والي د انتحاري برید مسوولیت ومانه

داعش د بلخ پر والي د انتحاري برید مسوولیت ومانه

تاند(پنجشنبه، د حوت ۱۸ مه) اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې د بلخ پر والي مولوي محمدداوود مزمل د انتحاري حملې مسوولیت ومانه.

د اسراییل جروسلم پوسټ ورځپاڼې د داعش د اعماق خبري اژانس پر اساس راپور ورکړ چې دا برید دې ډلې کړی دی.

نن یو انتحاري په مزارشریف ښار کې د بلخ لپاره د طالبانو د والي دفتر ته ننوت او ځان یې والوزاوه. په دې پېښه کې د بلخ لپاره د طالبانود والي ترڅنګ دوه تنه نور هم وژل شوي دي.

دا له کله چې طالبان واک ته رسیدلي لومړی وار دی چې د طالبانو یو جګپوړی چارواکی په انتحاري برید کې وژل کېږي.

1 COMMENT

  1. دا نسخه ترهګرو طالبانو ته د ای آیس ای جنرالانو لیکلې او تجویز کړي وو. او دا نسخه اوس د ترهګرو بلې ډلي ته په لاس ورغلي او د طرلبانو په ضد یې استعمالوي. طالبان په خپل لاس جوړ کړو زهرو مزه څکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...