چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد کډوالو نړیواله اداره لغمان کې ۲۱۷ کورنیو ته کورونه جوړوي

د کډوالو نړیواله اداره لغمان کې ۲۱۷ کورنیو ته کورونه جوړوي

تاند:( جمعه، د کب ۱۹) د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره (UNHCR) د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې ۲۱۷ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته کورونه جوړوي.

د طالبانو د رژیم د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چار وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کورنۍ له وړاندې سروې شوې وې او د هر کور د جوړولو لپاره د ځانګړو شویو ۳۳۰۰ امریکایي ډالرو دوه قسطه پيسې ورکړل شوې وې.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو پیسو درېیم قسط چې هرې کورنۍ ته ۶۶۰ امریکایي ډالره کیدې، نن وسپارل شوې.

د معلوماتو له مخې، پر دغو پیسو هرې کورنۍ ته دوه خونې، يو پخلنځی او یو تشناب جوړیږي.

مرسته ترلاسه کوونکو کورنیو ویلي، چې خپلې سیمې ته په بیرته ستنیدو او د دغې مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي، خو دې ته اندیښمن دي چې د اقتصادي او بشري ناورین له شدت سره به د کار د نشتوالي ستونزې سره څه کوي؟

لغمان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو د شل کلنې جګړې پرمهال یې ډېرې کورنۍ د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوې وې او د خلکو کورونه یې جګړو ویجاړ کړي وو.

د طالبانو له بیا واکمنیدو او په کلیوالو سیمو کې د دوی د جنګي فعالیتونو له پای ته رسیدو سره ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته په ستنیدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب