زهير سپېڅلی دې هيڅکله خدای زهير نه کړي. زهير ګل زموږ شاګرد و.
د خپل هميشني عادت له مخې به په ټولګي کې د سر له کتاره ور دويم کتار کې د ديوال خوا ته غلی يو څوک ناست و. دوه درې دغسې غلي ملګري يې نور هم موندلي و. هيڅ وخت مې نه يادېږي، چې د درس په وخت مې د دوی حتی يوه عادي مزاحمت اميزه خبره اورېدلې وي. تر هغه به غلی و، تر څو چې به ما پرې غږ کړ.
په لومړيو دوه کلونو کې مې يوازې فکر کول، دوی صرف د ازموينو لپاره ښه اماده ګي نيسي او ښه پارچه حلولی شي، خو وروسته پوه شوم، چې په دوی کې د ليکوالۍ او شاعرۍ داسې شوق او ذوق په جوش او خروش دی، چې د ادب د بهير د ډېرو لږو په نصيب شي. بيا مې ورسره زړه لا پيوند شو.
څو مياشتې مخکې يې يو کتاب ليکنې راته ولېږلې. ويل يې، تاسې يې وګورئ، دا زما کتاب دی. خدای شته، ډېر خوښ شوم. د خوښۍ لامل مې هغه تمه وه، چې څو کاله وړاندې مې له دوی لرله. د کتاب پر پښتۍ مې چې د دوی د نورو اثارو نومونه وليدل، زړه مې لا پسې خوښ شو.
موږ خپله د ژوند ستړي بار دومره په مخه کړي يو، چې د دوی د کتاب څو خوږې پاڼې چې مې هغه څو مياشتې مخکې اړولې وې، پاتې يې همداسې پاتې وې. تر څو چې هغه برخه کتاب را نه هغسې پټ شو. څو ورځې مخکې يې سلام وکړ. بيا مې ترې د کتاب د رالېږلو خواست وکړ. خدای شته چې زړه کې خپه هم وم. ما ويل دوی به څه فکر کړی وي، خو په همدې مې ځان ډاډه کول، چې ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه.
دا دوه ورځې يې له «پر اور مزل» سره ښه مصروف شوم. خوند يې وکړ. د اور په دې مزل کې مې د ډېرو خوږو کيف حس کړ. يو داسې انسان مې چې څلور کاله مو تر څنګ پاتې شوی و، نور هم و پېژاند. انسانان ټول خواږه وي، خو ستونزه زموږ ده، چې هغوی مو ښه مطالعه کړي نه وي.
«پر اور مزل» لوستونکي ته د دغسې سخت مزل چل ور ښيي. موږ انسانان ژوند کوو. د ژوند کولو د چل راښودو راته ضرورت وي. دا ضرورتونه چې کله حس کړو، بيا نو پر اور مزل او له سختو سره مبارزه راته اسانه شي.
«پر اور مزل» را ته د ژوند تګلاره ښيي. ژوند څنګه وکړو؟ او له سختيو سره يې څه ډول مبارزه وکړو؟ ځينې انسانان د يو کار پيل کوي. کله چې مخکې پکې ځي. واړه خنډونه يې زړه ماتي کوي. نور مخکې نه ځي. دغه مخکې نه تګ، يا يې پر بديل فکر نه کول انسان نهيلي کوي. نهيلي د رواني ناروغۍ پيل دی. داسې خلکو ته د دې کتاب په ۱۷م مخ کې د ژوند ښه لار ښودل شوې.
«زهير» په ژوند کې د تعادل طرفدار دی. نورو ته هم د ژوند حد ټاکي. که د خپل حد له دايرې واوښتې د ژوند د بېړۍ د غرقېدو امکان دې زيات دی.
قلم که په هر حال او هر وخت کې د ټولنې په خير وي، چې د ناعادل قاضي تر لاسونو ورسي، کورونه پې ورانوي، بيا نو تر قلم کولنګ زر کرته ښه وي. په دې اړه ښه ټولنيز تنقيد همدلته لوستلی شئ.
د دې کتاب هر عنوان د ټولنيز ژوند درس دی، خو د ژوند تر عنوان لاندې مې دلته څو بېلې بېلې ليکنې هم ولوستې.
د ژوند تعريف د نړۍ ډېرو لويو ليکوالو بيل بيل کړی، چې دلته يې يو غورچاڼ داسې دی، چې که د نورو په خدمت کې يې تېر کړای شو، ګويا ژوند مو وکړ.
«زهير» راتلونکې ته هيله مند دی. او د دې هيله مندۍ غږ پر نورو هم کاندي. هره تياره يو وخت رڼا کېږي. داسې د ژوند څرخ همېشه په سختۍ کې نه ګرځي، وي به چې روښنايي ته به مو رسوي. خو د دې ټولو خوشبختيو راتلو ته زموږ نننۍ ستړيا او حوصله بويه.
«هڅه او اميد، وخت، تاريخ لوستنه، اوښکې، تيروتلي، فرصتونه، بايلل» او داسې نورې ډېرې هغه ملغلرې دي، چې په دې کتاب کې را يو ځای دي.
پورته مې د کتاب پر مفهوم خبرې وکړې، خو د کتاب بله او ښه ځانګړنه د ليکوال د ليک سبک دی.
روان نثر، عام اصطلاحات، په ليک د ځينو موضوعاتو لا زړه ته د پرېوتو په نيامت د ښکليو بيتونو انتخاب او ورسره شاعرانه جملې د ليکوال هغه لوريينې دي، چې لوستونکي ته د فکر ورکولو تر څنګ د نثر د خوږلنۍ کيف هم ورکوي.
ستاسې د لا غوړېدا او ښه ژوند په هيله
دا ټپه دې له ژوند سره د حوصلې په پار در ډالۍ وي.
که ته رنځور په ما جوړېږې
سالو به لېرې کړم سرتوره به درځمه
په ډېر درناوي
۱۷مه د مارچ ۲۰۲۲
روسيه، نيژني نووګرود