Home+فرهنګ | محمد مصطفی سمون

فرهنګ | محمد مصطفی سمون

فرهنګ یو له رنګارنګیو ډک کاروان دی، چې د یوې ټولنې خلک پکې ځانونه په بېلابېلو ډولونو ښيي. انسان په همدې غېږه کې لوییږي، روزل کېږي، له خامۍ څخه د پخوالي لوري ته ځي. ځان په دې فرهنګ کې په شعوري او لاشعوري توګه محوه کوي، له دې سره د فرد شخصیت، فکر، تګلاره او د ژوند ډیری اړخونه پکې راڅرګندیږي.

دا ټول د فرد په روان او ټولنیز چاپېریال اغېز کوي. انسان له فرهنګ سره یو تړلی تړاو لري، هر څومره یې چې د ژوند زاويې بدلیږي، په ټولیزه توګه همدا څیزونه پکې برملا کېږي.

انسان باید د همدې فرهنګ څخه د ټولنې له نبضي جوړښتونو ځان اګاه کړي؛ ترڅو په ټولیز فکر او تصور کې د فرهنګ په رڼا کې د تحول او بدلون نښې رابرسېره کړای شي.

انسان چې څومره له ټولنې سره تړاو لري لویه برخه یې همدا فرهنګ جوړوي، دا ځکه چې د انسان له رواني اړخ سره نغښتی.

د فرهنګ ځینو برخو ته د نقد په سترګه کتل پکار دي، چې دا د ټولنې په ټولو اړخونه خپل اغېز پرېباسي. یعنې په دې مانا چې د فرهنګ ستونزې د شته شرایطو په رڼا کې نقدول پکار دي.

باید نقد د دې لامل نه شي، چې ټولنه کې درز پیدا شي، بلکې د سمون لامل یې شی، چې فرد، کورنۍ او د ټولنې سمون د ټولنې د انسجام او فرهنګ په بډاینه کې خپل رول ولوبوي.

انسان غواړی او که نه غواړي دا یو اصل دی، چې ځینې بهرنی فرهنګونه د کتاب، ډرامې، فیلم، سوداګرۍ، تګ راتګ او د ژبو د زده کړې له لارې له یوې ټولنې څخه بلې ته راځي.

انسان د همدې لاملونو له کبله په ذهنی لحاظ اغېزمنیږي، چې دا د ټولنې د افرادو ترمنځ درز او وصل لارې پرانیزي؛ نو په ټوله کې ویلی شو، چې انساني ژوند د فرهنګ له هر اړخه اغېزمن دی، دا اغېزمنتیا بیا د انسان د ژوند په ټولو اړخونو کې برملا کېدای شي.

د فرهنګونو تګ راتګ هغه وخت مثبت تمامېدای شی، چې د علم، د ټولنیز فکر انسجام، د زغم یو بل منلو جامه کې راشي.

له دې سره به په ټولنه کې د پوهې کچه لوړه او د نورو له تجربو ګټه واخستل شي، چې دا د فرهنګ په بډایتوب کې اغېزمن رول لوبولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...