Homeخبرونهامر بالمعروف د کندهار سلمانیان او ورزشکاران د دوی اطاعت ته بللي

امر بالمعروف د کندهار سلمانیان او ورزشکاران د دوی اطاعت ته بللي

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۱۱) د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم د امرباالمعروف اونهي عن المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي خپله د دغه ولایت یو شمېر ورزشي کلپونو، سلمانیانو او نورو سیمو ته ورغلی او خلک یې د خپلې ادارې د اوامرو د نه عملي کولو له امله ګواښلي.

د طالبانو د رژیم ولایتي ادارې ادعا کړې، چې نوموړي خلکو ته« په نره لهجي شرعي لارښوونې» کړي دي.

نوموړي خلکو ته ویلي، چې د دوی په اوامرو ځانونه برابر او د طالبانو د مشرانو اطاعت وکړي.

ویل شوي، چې د طالبانو دغه چارواکي د ګمرک ریاست مامورینو او یوشمېر ترافیک پولیسو سره هم د هغوی په دفترونو کې لیدلي او ورته خبرداری یې ورکړی.

د طالبانو د رژیم ډېرې ورته کړنې لومړی له کندهار ولایته پيلیږي.

اټکل کیږي، چې په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو چارواکي نور خپله د خلکو د ګواښلو او تهدیدولو لپاره د هغوی کار ځایونو ته ورشي.

د طالبانو د امر بالمعروف اداره د دوی له تر ټولو زشتو او متنفرو ادارو څخه ګڼل کیږي، چې خلک د دوی په ورځیني ژوند او خصوصي حریم کې له زیاتې مداخلې یې شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...