سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد سمیع سادات د مرکې مهم ټکي؛ د اسامه زوی کندهار کې...

د سمیع سادات د مرکې مهم ټکي؛ د اسامه زوی کندهار کې هبت الله سره دی

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۱۱ ) د جمهوري نظام په وروستیو کې مشهور طالب ضد جنرال سیمع سادات په یوه تازه ټلویزوني مرکه کې ادعا وکړه، چې د القاعدې شبکې د موسس او وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی په کندهار کې دی او وخت په وخت د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله سره مشورتي لیدنې لري.

نوموړي دا ادعا هم وکړه،چې د اسامه بن لادن زوی کندهارۍ مېرمنه لري او همدغې مېرمنې سره په ګډه کندهار کې ژوند کوي.

سمیع سادات په دې اړه د خپلې ادعا او معلوماتو سرچینې په ډاګه نه کړې.

ښاغلی سادات د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې، په هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د سختو جګړو د ترسره کوونکي( ۲۰۱۵ میوند قول اردو) قومندان و.

هغه په تازه مرکه کې بیا د طالبانو خلاف د جګړې د چمتووالي خبرداری ورکړ، خو د مرکې په تالار کې د ناستو ځینو ګډونوالو له نیوکو سره هم مخ شو.

سمیع سادات د تېرکال له روژې مخکې ویلي و، چې له اختر وروسته به افغانستان ته د طالبانو خلاف د خونړۍ جګړې لپاره راځي.

هغه په دې مرکه کې وپوښتل شو، چې هغه اختر یې کله را رسیږي؟ د جنرال سادات ځواب دا و، چې لا هم په چمتووالي بوخت دي، خو ټینګار یې کاوه، چې طالبانو سره جنګیږي او دا ډله له واکه نسکوریدای شي.

سمیع سادات په دې مرکه کې یو ځل بیا د جمهوري نظام د سقوط اصلي دلیل د سیاستوالو ماتې وګڼله او د هلمند د جګړې په ګډون د نورو سختو جګړو له مثال راوړلو سره یې ادعا وکړه، چې د ده په مشرۍ افغان ځواکونو د طالبانو د مشهورو جنګي مشرانو( صدر ابراهیم، قیوم ذاکر، ملا یعقوب..) په ګډون ګڼ نور یې د جګړې په میدان کې په شا تمبولي وو.

سادات ته د طالب پلوو دا پېغور ور یاد شو، چې جنرال ته د جګړې له میدانه تېښته مرګ دی، خو د ده ځواب دا و، چې د افغان سیاستوالو له ماتې وروسته ورته په افغانستان کې پاتیدل طالبانو ته له تسلیمۍ او وژل کیدو غیر بله پایله نه لرله، ځکه یې په خبره د میدان د بیا ګټلو په هیله له افغانستانه ووت.

سمیع سادات د طالبانو خلاف د ځينو ډلو( ملي مقاومت جبهې، ازادۍ جبهې، اندراب جبهې) د ادعا کیدونکو جګړو ملاتړ وکړ، خو ویې ویل چې د طالبانو خلاف مقاومت باید ملي بڼه ولري، د ملي بیرغ تر چتر لاندې وي او د مقاومت کوونکو لیدلوری باید ملي او د ټول افغانستان لپاره وي.

نوموړي دا هم وویل، چې د طالبانو خلاف د جګړې د اعلان په لومړیو وختونو کې یې ترکیه کې دفتر تړل شوی و، امریکا خبرداری ورکړی و، خو په وینا یې په وروستیو کې له دې پلوه مخالفتونه کم شوي.

هغه په ورته وخت کې پر ځينو افغان سیاستوالو له دې امله نیوکه وکړه، چې په وینا یې د طالبانو د نه مخالفت لپاره بهرنیانو ته ګوري او تمه لري، چې کوم هېواد د مخالفت غږ ورته وکړي او امکانات ورکړي.

د ده په باور، دوی ته په دې اړه د امریکا او نورو هېوادونو خوښه نه؛ بلکې خپل ملي مسوولیت دی.

طالبانو د جنرال سمیع سادات تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې ورته خبرې بې ځایه ګڼلي او ویلي، چې پخوانیو جنرالانو د قدرت او امکاناتو په اوج کې د دوی مقابله نه وه کړې، اوس خو ورته بیخي ناممکنه ده.

3 COMMENTS

  1. ځان ساته داسی نه چی کوم کاکو د په څنګ کی ورسره کینوی شرم هم حد لری چی هغه په تاسو کی نشته شرمیدلو غلامانو

  2. ایا دغه هغه دهلمند قاتل دی چی بیا یی شاکر پریښود او په ټیټه لکیۍ کابل ته وتښتیده؟
    ټانده د دچا جنرال دی؟ تاسو دجنرال په استعمال پوهیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب