تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي په بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنو شهیدو شویو افغانانو د جنازو د انتقال په اړه یې په دغه هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارلې چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته یې هیواد ته د انتقال په تړاو پر وخت همغږۍ ترسره کړي.
د طالبانو د اعلاميې له مخې، د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د انتقال زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده.
طالبان وايي تر اوسه د ۱۷ تنه هیوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه تن د پېژندنې په اړه تحقیقات روان دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به انتقال شي.
مخکې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ویلي وو، چې په بلغاریا کې د مړو شويو افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د انتقال لپاره افغان سفارت سره په اړیکه کې دی.
اتمر دغه راز پر طالبانو نیوکه کړې وه، چې د دوی له لاسه افغانان هېواد پرېښودو او ورته وضعیت سره مخامخ دي.