چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههلمند کې د اڅکزي قوم د اړوندو کسانو د نیونو او شکنجو...

هلمند کې د اڅکزي قوم د اړوندو کسانو د نیونو او شکنجو د شدت ادعا شوې

تاند: ( جمعه، د حوت ۵ ) په هلمند کې ځایي سرچینو د طالبانو له لوري د اڅکزي قوم د اړوندو کسانو د نیولو او شکنجو د شدت ادعا کړې ده.

د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني یوه سلاکار حاجي بایزي ویلي، چې دغه تېره اونۍ له پرزول شوي حکومت سره د تړاو په تور نیول شوي.

 ځينو نورو سرچینو د هغو کسانو نومونه هم اخیستي، چې ادعا کیږي طالبانو نیولي او شکنجه کړي دي.

زقوم خان بادیزی، مامور سلطان اڅکزی،غمی اڅکزی، بشیر احمد شاکر،حاجي احمد، غفار اڅکزی، داوری، سردارولي اڅک، سمیع الله او یو شمېر نور کسان، چې ویل کیږي د جمهوري نظام د ملي امنیت اړوند وو، طالبانو نیولي او شکنجه کړي دي.

په نیول شویو کسانو کې بشیر احمد شاکر د هلمند د ولایتي شورا او ولایت مقام پخوانی مرستیال و، چې څه موده مخکې د طالبانو .په بلنه له ایران څخه افغانستان ته ستون شوی و.

د افغانستان په سویل کې د اڅکزي قوم پر وړاندې د طالب چارواکو د ناوړه او تبعیضي  چلند په اړه تل ادعاوې شوي، خو طالب چارواکو په مشخص ډول ځواب نه دی ورکړی.

د اڅکزي قوم پر وړاندې د طالبانو د دغه چلند اصلي علت له اڅکزي قوم سره د مشهور طالب ضد قومندان جنرال عبدالرازق تړاو ګڼل کیږي.

جنرال رازق، چې د جمهوري نظام په وروستیو کې طالبانو وواژه، په کندهار کې طالبانو سره په توند چلند تورن و.

3 COMMENTS

  1. عجیبه ده احمد شاکر په خپله مصاحبه کی ونویل چی ایران ته تښتیدلی وو. هغه دا هم ونویل چی له کوم فشار سره مخ ده. صرف خپل اموال یی ندی ورکړل سوی، هغه وویل.
    تاند باید بیا قومی خبری زوندی نکړی. اچکزیان په سوله کی ژوند کوی. داچکزیو هغه کسان چی بشری حقوق یی تلف کړی وو او خلک ځینی شکایت لری باید ونیول سی او عدالت ته وسپارل سی.
    هغه کسان چی اوس هم تخریب کوی او دافغانستان دضعف او انارشی لپاره یی ګونډی وهلی وی هغه باید دملی امنیت په اساس محو سی. افغانستان باید دغرب نه یی زده کړی چی هغوی څنګه خپل دښمنان له مینځه وړی. دافغانستان دښمنان باید حمایه نسی.
    افغان ملتیان ولی افغانستان ته اخلاص نلری؟

  2. WE ARE UNITED AFGHANS,
    PERSONAL CASE IS DIFFERENT,BUT WE ARE ONE AFGHANS.TALIBS ARE MUSLIM,NO MATTER WHO IS HE,
    MONG AFGHANAN YAO WALEY TAH ZARORAT LAROO.

    ALWAYS BE UNITED AFGHANS

  3. تاند اداره لطفا قومی مسایلو ته لمن مه وهی.
    خبرونو مو ناقص دی. بشیر احمد شاکر په قوم نورزی دی. دا واضح ده چی ا چکزی او بارکزی په طالبانو کی کم تعداد لری خو دا د دی معنی نه نلری چی اچکزیو یا نورزیو سره د شکنجی تر حده عمومی ظلم کیژی. دی کی هم شک نسته چی طالبانو کی قومی وجود لری خو داسی نه ده چی دا نور قومونه فزیکی شکنجه کوی بلکی هغه قومی پر سیاسی پوستونو ده چی همدا یو له هغو کمزوریو خخه ده چی طالبان یی لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب