Homeخبرونهاروپايي ټولنه: د ط له اختلافاتو د دوی د فشار لاندې نیولو...

اروپايي ټولنه: د ط له اختلافاتو د دوی د فشار لاندې نیولو لپاره ګټه اخلو

تاند: ( جمعه، د حوت ۵ )  د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول “جوزف بوریل” د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل چې د طالبانو د رژیم د مشرانو ترمنځ ډېر اختلافونه شته او دوی له دغو اختلافونو څخه پر دوی د فشار راوستو او اصلاحاتو لپاره ګټه اخلي.

د اروپایي ټولنې دغه مسوول دا هم وویل چې له مدني ټولنې سره زموږ اړیکې او د افغانانو ملاتړ باید دوام ومومي.

د اروپايي ټولنې دغه چارواکي ویلي، چې پر طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار راوستل یو ستونزمن او نازک توازن دی، خو دوی هڅه کوي د دوی له خپلمنځیو اختلافاتو ګټه واخلي.

هغه وويل: “د سياسي او اقتصادي فشارونو په اړه زما اندېښنه دا ده چې څوک به اغېزمن شي، ځکه چې که سبا له افغانستان سره د نادولتي موسسو له لارې چې اساسي اړتياوې برابروي ټولې مالي مرستې لغوه کړو، خلک اغېزمنیږي او زه نه غواړم چې د دې هېواد خلک دوه ځلې مجازات شي..” نو موږ باید طالبانو ته سزا ورکړو».

د بوریل د څرګندونو په اړه د طالبانو ادارې تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 د طالبانو د ادارې د ویاند “ذبیح الله مجاهد” په ګډون ګڼو طالب چارواکو د دوی ترمنځ د اختلافاتو راپورونه بې ځایه تبلیغات ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...