چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه په محدوده توګه پرانيستل شوه

تورخم دروازه په محدوده توګه پرانيستل شوه

تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) ‏‏د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د دوی او پاکستاني چارواکو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په محدود ډول پرانيستل شوې ده.

 د ننګرهار لپاره د طالبانو د ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د تازه هوکړې له مخې له پښتونخوا څخه به هېواد ته يواځې افغان مسافرين او افغانستان څخه به پښتونخوا ته پاکستاني مسافرين پرېښودل کيږي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:((مسئولين هڅه کوي، ترڅو د دواړو خواو مسافرينو او ترانزيټ پرمخ لاره خلاصه شي؛ خو تر هغې دې هېوادوال تورخم ته له تللو ډډه وکړي.))

یاده دروازه څو ورځې مخکې طالب چارواکو ظاهراً په دې دلیل وتړله، چې پاکستان د ژمنې خلاف له افغان لوري څخه تلونکو ناروغانو سره د ناروغۍ په خاطر له ویزې پرته پایوازان نه پریږدي.

له دې سره تورخم کې د طالب او پاکستاني لوري د نښتې او پکې د یوه طالب سرتېري د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و، خو طالبانو دغه نښته رد کړې وه.

کابل اوړمه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د پوځي استخباراتو آی ایس آی د رییس د سفر کوربه و.

پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او امنیتي چارواکو سره لیدلي وو.

د دغه سفر موخه طالب لوري پر اقتصادي مسایلو خبرې ښودلې وې، خو پاکستان ویلي چې طالب مشرانو د پاکستاني طالبانو خلاف عملیاتو کې د مرستې ډاډ ورکړی.

د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، پرون طالب چارواکو ویلي وو چې د پنجشنبې پر ورځ به د تورخم دروازه بیرته پرانیزي.

پرون دوی د دروازې د پرانیستلو خبر ورکړی و، خو اوس یې ویلي، چې دغه دروازه پاکستاني لوري تړلې ده.

په وروستیو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې بیا ترینګلې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی