Homeخبرونهامريکا د ګوانتانامو ۲ بندیان پاکستان ته وسپارل

امريکا د ګوانتانامو ۲ بندیان پاکستان ته وسپارل

تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) ‏‏د امریکا متحدوایالاتو د ګوانتانامو زندان دوه نور بندیان پاکستان ته سپارلي.

 د دغه هېواد دفاع وزارت یا پنټاګون پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د عبدالرباني او محمدرباني په نوم دا دوه وروڼه په ۲۰۰۲ کال کې نیول شوي وو.

 د پنټاګون د معلوماتو له مخې، عبدالرباني له القاعده شبکې سره د همکارۍ او ورور یې د دې ډلې یو مهم مهم مشر ته د مالي او سفري امکاناتو د برابرولو په تور نیول شوي وو.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې کسانو له سپارلو سره په ګوانتانامو زندان کې د پاتې بندیانو ټول شمېر ۳۲ ته راټیټ شو چې اتلس تنه نور یې هم د سپارلو وړ دي.

معلومه نه ده ده، چې د دغو بندیانو هویت د کوم هېواد اړوند دی، خو ګومان کېږي چې پاکستانيان به وي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...