جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهط ته د ملا یعقوب پيغام؛ په پټو سترګو د هيچا اطاعت...

ط ته د ملا یعقوب پيغام؛ په پټو سترګو د هيچا اطاعت مه کوئ

تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) ‏‏ ‏د طالبانو د رژيم د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د دغې ډلې له غړو غوښتي، چې په پټو سترګو د هيچا اطاعت ونه کړي.

نوموړي پرون د پوځي پوهنتون د فارغانو په فراغت غونډه کې وويل:(( خدای تعالی موږ ته عقل او فکر راکړی او مکلف کړي يې يوو، چې په پټو سترګو د هيچا اطاعت ونه کړو. تاسې، حتا ما نه دغسې اطاعت مه کوئ.))

د طالبانو د دفاع وزیر دې ډلې د مشرانو ځينو پريکړو ته په اشارې وویل:(( بايد وليدل شي

چې دغه کس څوک دی، څه کاره دی او اوس څه فکر او اراده لري.))

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې ټينګار وکړ، چې بايد حق او باطل وپیژني او د همدغه شناخت له مخې چلند ورسره وکړي.

ملا یعقوب په خپله پرونۍ وینا کې دا هم ومنله، چې د افغانستان فضا د دوی په کنټرول کې نه ده.

هغه په دې اړه وویل: «زه په خلاصو سترګو وينم ، تاسې هم وينئ. وزیران، جنرالان، د قول اردو ګانو قومندانان او نور ټول آسمان ته وينو، خو هيڅ مو له لاسه نه کيږي.»

ملا یعقوب پر قلم زده کولو هم ټينګار وکړ، خو ويې ويل چې له ټوپک پرته قلم څه نه شي کولای.

دا لومړی ځل دی، چې ملا يعقوب هم د طالبانو پر نا ليدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده ورته کنايوي نيوکې کوي.

پر هغه مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم توندې نيوکې کړې وې.

طالب وياندويان بیا د دوی د مشرانو ترمنځ اختلافات نه تاييدوي.

1 COMMENT

  1. الله دې ژوندی لره حق دې خداې نوم ده او انشالله چی حق به کامیاب وې او هغه څوک چی مخ دیوال ته او کونه ملت ته اړوې هغه به حتماً ذلیل کیږې انشالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب