Homeخبرونهد‌ ملا پهلوان په مشرۍ پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې...

د‌ ملا پهلوان په مشرۍ پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې لپاره ايران ته تللی

تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) ‏‏ ‏د طالبانو د لوی څارنوال ملا شمس الدين پهلوان په مشرۍ د دوی يو پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه ايران ته سفر کړی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې پلاوي کې يو شمېر نور طالب چارواکي هم شامل دي.

طالبانو دغه پلاوي د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان تر څنګ د ايران له لوري هم افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او په زندانونو کې بې د بې سرنوشته ساتلو خبرونه ډېر ورکول کېږي.

دا لومړی ځل دی، چې طالب چارواکي یوه ګاونډي هيواد ته د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه لوړپوړی پلاوی لیږي.

ايراني چارواکو مخکې افغان کډوالو او بنديانو سره ناوړه چلند رد کړې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...