پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه سبا بیرته پرانیستل کیږي

تورخم دروازه سبا بیرته پرانیستل کیږي

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ )  په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې سبا به د تورخم دروازه بیرته پرانیستل شي.

سرچینې په خپله ټويټر پاڼه ليکلي:(سبا پنجشنبه، د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب د میاشتې څلورمه نېټه به د تورخم لاره د مسافرو، ترانزیټ او تجارت لپاره خلاصه وي.)

د تورخم دروازه وړمه ورځ د طالبانو د ادارې له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

طالب چارواکو په یاده دروازه کې د ژمنې خلاف افغان ناروغانو سره پاکستان د همکارۍ د ژمنو په نه عملي کیدو تورن کړی و.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه وو ویلي.

په ځينو راپورونو کې له تورخم څخه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو د نښتې او پکې د یوه طالب امنیتي کس د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

طالبانو د وژل شوي کس د عکسونو او هویت له افشا کیدو سره بیا هم دغه خبر رد کړی و.

نن د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته د خبرو لپاره تللی او طالب چارواکو سره د وروستیو ناندریو پر حل غږیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب