Homeخبرونهجاپان: د افغان ځوانانو په مسلکي روزنه کې مرسته کوو

جاپان: د افغان ځوانانو په مسلکي روزنه کې مرسته کوو

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ )  د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

مولوي حنفي په دې لیدنه کې وویل، د افغانستان حکومت او ملت د تاریخ په اوږدو کې د جاپان ملت سره ښې اړیکې لرلې دي.

نوموړي په ننګرهار کې د کرنې او روغتیا په برخو کې د ډاکتر ناکامورا له کړنو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د هغه د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

هغه د ظرفیت لوړولو او ټکنالوژۍ په برخو کې د جاپان د پانګونې مننه وکړه او وې ویل، دا چې په افغانستان کې د پانګونې او پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره وضعیت برابر دی، هیله ده د جاپان پراختیایي اداره (جایکا) د نوي کابل ښار د ماسټرپلان  برنامه چې پخوا یې تر لاس لاندې وه، عملي کړي.

عبدالسلام حنفي زیاته کړه،د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی. اداري فساد صفر ته تقرب کړی او د کانونو او د هغو د رااېستلو په برخه کې د پانګونې شرایط، په بشپړ ډول چمتو دي او جاپان کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

مولوي حنفي زیاته کړه،د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی. اداري فساد صفر ته تقرب کړی او د کانونو او د هغو د رااېستلو په برخه کې د پانګونې شرایط، په بشپړ ډول چمتو دي او جاپان کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا وویل په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د امنیت، اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي. په افغانستان کې د ځوان بشري ځواک ظرفیت زیات دی او موږ چمتو یوو چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو.

هغه وویل: دا چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق، تولید او استعمال کم شوی دی، جاپان په دې برخه کې خپلې مرستې له دوه میلیونه ډالرو څخه درې میلیونه ته زیاتې کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بدیل کښت او د معتادینو د درملنې په خاطر درې میلیون ډالرو ته د جاپان د مرستو د زیاتوالي د هرکلي پرمهال وویل د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې د جاپان د چمتووالي قدرداني کوو.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، بین المللي ټولنه دې دجاپان په ګډون په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې مرستې زیاتې کړي، ترڅو افغان ځوانانو ته د اشتغال زمینه برابره او د هغوی د کډوالیو مخنیوی وشي.

طالب چارواکي له بیا واکمنیدو وروسته بیا- بیا بهرني دیپلوماتان او پانګوال هڅوي، چې په افغانستان کې خپل پانګوال پانګونې ته وبولي، خو د دوی د قناعت په ترلاسه کولو ډېر نه دي توانیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...