شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: نړیوال بانک سره په افغانستان کې د څانګې د بیا...

مالیې وزارت: نړیوال بانک سره په افغانستان کې د څانګې د بیا پرانیستلو په مذاکراتو اخته یوو

تاند:( دوشنبه، د کب لومړۍ) د طالبانو د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې نړیوال بانک سره په افغانستان کې د دغه بانک د څانګې د بیا پرانیستلو په اړه پر مذاکراتو بوخت دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، چې په لومړي ګام کې غواړي دغه بانک په افغانستان کې خپلې نیمه کاره پروژې بشپړې کړي، څو نیمګړي او په ټپه پاتې کارونه یې ضایع نه شي.

هغه ونه ویل، چې د دغې هڅې د بریالیتوب لپاره څومره هیله من دي او کله به یې دغه هڅې نتیجه ورکړي؟

 په وروستیو کې د طالبانو اقتصادي هڅې زیاتې شوي او په ځینو مواردو کې د نړیوالو څارونکو له لوري ستایل شوي هم دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې د نړیوال بانک په ګډون ډېرو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي، چې د خلکو پر ژوند او اقتصاد یې منفي اغېز کړی دی.

نړیواله ټولنه د طالبانو حاکمه اداره د کړو ژمنو د نه عملي کولو، افراطي قیوداتو، په خاص ډول له کار او زده کړو څخه د ښځینه وو د منع کولو او نورو سخت دریځیو له امله په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو پلویان هم باور لري، چې د دوی او نړیوالو په نه تعامل کې ډېره ملامتي د طالبانو ده او که دوی ملي روغې جوړې، د خلکو اساسي حقونو او پر یوه قانوني مسیر د افغانستان د تلو له پریکړو سره توافق وکړي، ډېر ناورینونه به حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب