جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهاتمر: کام ایر شرکت د افغان پناه غوښتونکو جسدونه له بلغاریا څخه...

اتمر: کام ایر شرکت د افغان پناه غوښتونکو جسدونه له بلغاریا څخه هېواد ته لیږدوي

تاند:( دوشنبه، د کب لومړۍ) د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، چې د کام ایر هوایي شرکت هېواد ته له بلغاریا څخه د افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د لېږد چمتووالی ښودلی.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې د یاد شوي شرکت له دغې ژمنې مننه کړې او د طالبانو پر حاکمې ادارې یې نیوکه کړې، چې ګواکې د دوی د ناکامۍ له امله خلک هېواد پریښودو او په خطرناکو لارو نورو هېوادونو ته په تلو مجبور شوي.

حنیف اتمر له طالبانو غوښتنه کړې، چې په هېواد کې ملي روغې جوړې ته له غاړه ایښودو سره د روان بشري او اقتصادي ناورین او نورو ستونزو مخه ونیسي.

څو ورځې مخکې رسنیو راپور ورکړ، چې په بلغاریا کې ۱۸ افغان پناه غوښتونکي په یوه لوی موټر کې د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت د بلغاریا په صوفیه ښار کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ډله ییزې وژنې ته په غبرګون کې له ټولو افغانانو غوښتي، چې پر ناقانونه او قاچاقي لارو له سفرونو ډډه وکړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې خلک له هېواده د افغان پناه غوښتونکو د پراخ سېلاب د وتو اصلي عامل د طالبانو افراطي واکمني او ناسمې پریکړې بولي.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، چې اقتصادي او بشرين ناورین، د خلکو پر ورځیني ژوند محدودیتونه او نورې ستونزې زیاتې شوي، په لسګونه زره افغانان له هېواده د تېښتې په هڅه دي او یوه لویه برخه یې په ناقانونه او خطرناکو لارو لویدیز ته د تګ هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب