Homeخبرونهد ماشومانو پمپرونو کې قاچاق کيدونکي ډالر نيول شوي

د ماشومانو پمپرونو کې قاچاق کيدونکي ډالر نيول شوي

تاند:( سی شنبه، د دلوې پينځه ويشتمه)‏ د ننګرهار لپاره د طالبانو د ادارې چارواکو د ماشومانو په پمپرونو کې د ډالرو د کيدونکي قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« تورخم ښارګوټي کې مسئولينو د لس زره امريکايي ډالرو، چې په ډير مهارت سره د ماشومانو په پمپرونو کې ځای پرځای شوي و د قاچاق مخنيوی وکړ.»

طالبانو د دغه قاچاق د عاملینو په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د طالبانو د رييس الوزرا په يوه حکم کې له افغانستانه د ډالرو او نورو اسعارو قاچاق کوونکو ته د سختې سزا خبرداری ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...