چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهيوناما په افغان عدلي او قضايي سکتور کې د ښځینه وو د...

يوناما په افغان عدلي او قضايي سکتور کې د ښځینه وو د بیا ګومارنې غوښتنه کړې

تاند:( سی شنبه، د دلوې شپږ ويشتمه)‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازیتوب دفتر ( يوناما) د طالبانو له حاکمې ادارې د هغو ښځینه وکیلانو او قاضیانو د بیا ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په دې اړه د طالبانو له عدليې وزیر عبدالحکیم شرعي سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې د نارینه وو تر څنګ د ښځينه مدافع وکيلانو لپاره هم جوازونه نوي کړي.

د يوناما د خبرپاڼې له مخې، اوتونبایوا له شرعي سره په لیدنه کې په ټولنه کې د ښځینه وکیلانو او قاضیانو پر اهمیت رڼا واچوله او ويې ويل:”د هغوی تخصص د افغان ښځو او ماشومانو لپاره عدالت ته د مساوي لاسرسي په برخه کې مهم دی.”

په افغانستان کې د ښځو ازادي د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ډېره حده محدوده شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا د ۱۳۰۰ نارینه مدافع وکیلانو جوازونه نوي شوي، لږ تر لږه ۲۵۰ قاضیان او ګڼ شمېر ښځینه وکیلانې له دندو ګوښه شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ څخه مخکې، د ښځو د پام وړ شمیر حقوقي سیسټم جوړ شوی و او د قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو د پوستونو د ترلاسه کولو لپاره روزل شوي او پر دندو ګومارل شوي وو.

طالبانو بيا، په افغانستان کې د ښځو د فرصتونو د محدودولو لپاره ډیر ګامونه پورته کړي.

دوی نجونې له ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو او همدارنګه په غیر دولتي موسسو (NGO) کې له دندو منع کړي دي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو چارواکو د يوناما ادارې غوښتنې ته څه غبرګون ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب