پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+هغه ټکي چې نجونې باید ورته پام وکړي

هغه ټکي چې نجونې باید ورته پام وکړي

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل

* تر ټولو غوره د لاندې جامې(نېکر،زېرپېراهني او…) د کتان او نخ جامې دي او تر ټولو بدتره جامې د نایلون او مصنوعي الیاف دي چې په کافي اندازه هوا بدن ته نه پرېږدی.

* د لاندې اغوستلو جامې(زیرپوش) د امکان تر حده په ورځ کې یوځل بدلې کړئ او د لاندې اغوستلو جامې باید نمجنې نه وي بلکه په بشپړه توګه وچې او اوطو شوې وی.

*جامې باید په مجموع کې پراخه او آزاده وي د جین(تنګ پتلون) د دوامداره اغوستلو څخه ځان وساتئ ځکه له یوې خوا د هوا د جریان موندلو لار بندوي له بلې خوا د تنګو جامو دوامداره اغوستل د اړوند برخې د وینې جریان مختل کوی او د ناروغۍ سبب ګرځی. د امکان تر حده د نایلوني او تنګو جامو اغوستلو څخه ځان وساتئ .راحتې او پراخه جامې واغوندئ.

* د لاندې اغوستلو جامې مو په معطرو(خوشبویه) موادو مه مینځئ.

*خپل تناسلي غړي د مخې خوا څخه شا طرف ته پرېمینځئ تر څو د مقعد باکتري د مهبل پر خوا رانشي.

* د تناسلي غړو له مینځلو وروسته یې په یو نرم دستمال وچ کړئ ځکه چې د تناسلي غړو لوندوالی د باکتریاوو او فنګسونو د ودې لپاره ښه زمینه همواروی.

*د تناسلي برخې اضافي ویښتان مو په مناسبه طریقه(پاکي او مویبر) له منځه یوسئ. ځکه د دې برخې د وېښتانو لوړېدل، میکروبونه او آلودګی د راجذبوي علاوه له دې څخه د دې برخې پاک مینځل د ویښتانو په شتون کې سخت او یا ناممکن دي.

*د استحمام پر وخت مه پرېږدئ چې خوشبویه مواد لکه شامپو، دې برخې ته لاړه شي. وروسته له حمام څخه تشې متیازې وکړئ.

*په استخر(د لامبو تشت) کې ډېر مه پرېوزئ مخکې له دې چې د لامبو تشت کې ولامبئ د اوبو له څرنګوالي یې ځان ډاډمن کړئ.

*د میاشتني عادت په لړ کې ښه دا ده چې نسبت له ټامپون څخه ،کوتکس وکاروئ ځکه د ټامپون کارول د بکارت د ژوبلېدو امکان ډېروی. مخکې او وروسته له کوتکس اچولو خپل لاسونه په باکو اوبو او صابون پرېمینځئ.

*کوتکس هر 4-6 ساعتونو کې یو ځل بدل کړئ.

*که چېرې ټامپون کاروئ نو 4-6 ساعته وروسته یی تبدیل کړئ او د شپې په لړ کې ټامپون مه اچوئ خاصتا هغه ټامپون چې ډېر جذب لري ځکه چې د مهبلي عفونتونو او میکروبي کیدو سبب ګرځي.

*هېڅکله هم خپلې تشې متیازې د اوږدې مودې لپاره مه ساتئ.

*مناسب خواړه د عفونت او میکروب د رامنځ ته کیدو مانع ګرځی. مستې د عفونت د مخنیوی لپاره ښې دی.

*د ځان او کورنۍ روغتیا ساتلو لپاره خپله جنسي او جسمي حفظ الصحه مراعات کوئ

2 COMMENTS

  1. د محترمی ډاکتری و. شهزاد جلیل د ګټورې او اړینی لیکنی څخه په ډیرې مننی سره, یو څو لنډ نکات:
    ۱ _ دا ډول لیکنی به د طالب غوندی کسانو په نظر یو ډول « تابو شکنی » وی خو په حقیقت کی لویه لارښوونه او لوی خدمت بلل کیږی.
    ۲ _ د اسلام سپارښتنه د نظافت او پاکی په باب یو اعجاز دی او د اسلام د ټولو سپارښتنو د ښکلاء څخه انکار او اغماض د تعجب او تأسف وړ خبره ده ( البته طالب جان د اسلام یا ټول اسلام نماینده او معیار نه دی).
    ۳ _ خر او غوئی به هم د انسان د خدمت په لیاره کی زیار ګالی خو د ” ښخی ” زیار ګالنه ځکه د ارزښت او قدر او ستائنی وړ ده چی « جنت د مور تر پښو لاندی دی یعنی ښځه یو ارزښتمن انسان دی ».
    د ښځو اجتماعی زحمات او محرومیتونه یوی خوا ته، همدا بدنی _ جسمانی محدودیتونه او زحمتونه ئی باید ددی لامل وګرځی چی یو میړه او پلار او زوی او ورور د ” ښځی ” پر حال زړه سوی او خواخوږی ولرې.
    د نر لوی لوی جنجال حیاء دې وی فقط د « خوټو » خریَل دی خو انصافاً راسی د ښځو بیچاره ګانو بیولوژیکی او فزیولوژیکی جنجالونو او ستونزو ته ځیر سو کوم چی ” نر ” ئی د یو میاشتی د زغم او تحمل توان نلری.

    • ستادپاره هم دغولو خورک دی چي ته دغه کمنټ کوې که دي لور یا کور والا تعلیمي افته ده په هغې یې وه وایه کنه تې ورته وه وایه کمنټ ته څه ضرورت وو ما هم بد وکړه چي تاته مي جواب درکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب