جمعه, مارچ 29, 2024
Home+په وروستۍ پیړۍ کې په نړۍ کې ۱۰ لویې زلزلې

په وروستۍ پیړۍ کې په نړۍ کې ۱۰ لویې زلزلې

داودجبارخیل

په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د شپږمې نېټې زلزله د دې پېړۍ پنځمه تر ټولو مرګونې زلزله ده. د فرانسې خبري اژانس AFP له ۲۰۰۰ م کال راهیسې د نړۍ ۱۰ تر ټولو ویجاړوونکو زلزلو ته کتنه کړې.

2001 هند

د هند په ګوجرات ایالت کې د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د ۷،۷ ریښتر درجې زلزلې تر ۲۰ زرو زیات کسان ووژل. زلزلې په دغه ایالت کې ودانۍ ونړولې او تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د بهوج په ښارګوټي کې شوشوه چې له پاکستان سره پوله لري.

2003 بم، ایران

د ایران په جنوب ختیځ د بم زور ښار یومخ ویجاړ کړ او په ترڅ کې یې لږترلږه ۳۱ زره تنه مړه شول.

2004 اندونیزیا

د ۲۰۰۴ کال په دسمبر میاشت کې په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه  ۹.۱ درجې زلزله وشوه چې د څونامي له امله یې ۲۳۰ زره کسان مړه شول. د څونامي څپې ۳۰ متره لوړې وې او سرعت یې په ساعت کې ۷۰۰ کیلومتره ثبت شوی و.

2005 پاکستان

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او خیبرپښتونخوا کې د ۲۰۰۵ په اکتوبر کې زلزلې تر 73,000 ډیر کسان مړه او درې نیم ملیونه نور بې کوره کړل.

2006 جاوا، اندونیزیا

د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ۶۰۰۰ کسان مړه او تر ۴۰۰۰۰۰ ډېر بې ځایه کړل.

2010 هایتي

د ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې د ریښتر په کچه ۷ درجې زلزلې د هایتي پلازمېنه پورټ او پرنس او ​​شاوخوا سیمې ولړزولې. دې زلزلې له ټولې نړۍ سره د ۲۴ ساعتونو لپاره د دغه هېواد اړیکي پرې کړې.

په دې زلزله کې دوه لکه کسان مړه او یو نیم لک نور بې کوره شول. د همدې کال په اکتوبر مياشت کې په هايتي کې د کولرا ناروغي خپره شوه چې په نتيجه کې يې لس زره کسان ووژل شول.

2008 سیچوان، چین

د ٢٠٠٨ کال د مې په مياشت کې د چين په سيچوان ولايت کې د ٧.٩ درجې زلزلې تر ٥٠٠٠  زيات د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون ٨٧٠٠٠ کسان ووژل. په دې زلزله کې اووه زره ښوونځي ویجاړ شول، چې لامل یې د اداري فساد له کبله کمزوري ودانۍ بلل شوي دي.

2011 جاپان

د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې په جاپان کې د ریښتر په کچه ۹ درجې زلزله وشوه چې د څونامي لامل شوه او شاوخوا ۱۸۵۰۰ کسان یې ورک او مړه کړل.

2015 نیپال

په نیپال کې د اپریل په میاشت کې د ۷.۸ درجې په زلزله کې نهه زره کسان مړه شول چې پکې کورونه، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شوي وو.

2023 ترکیہ، سوریه

د روانې فبرورۍ د فبرورۍ په شپږمه د ریښتر په حساب 7.8 زلزلې تر نن پورې ۳۵ زره تنه مړه کړي خو ویره ده چې د مړینو شمېر یې ۵۰ زرو ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب