شنبه, اپریل 27, 2024
Homeداسې هم شتهد ترکیې په زلزله کې له ۵ ورځو وروسته موندل شوی ماشوم

د ترکیې په زلزله کې له ۵ ورځو وروسته موندل شوی ماشوم

داوود جبارخیل

په ترکیه کې هغه ماشوم چې له زلزلې وروسته د پنځو ورځو لپاره تر خاورو لاندې و، د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.
د العربيه تلویزیوني چاینل د ویبپاڼې د راپور له مخې، د ترکيې په جنوبي سيمه کې، چې تر ټولو زياتې ويجاړې شوې دي، د ژغورنې کارکوونکو له خوا دغه ماشوم ژوندی ژغورل شوی دی.

وروسته، هغه د هوايي امبولانس په واسطه روغتون ته انتقال شو، او هلته یې د ټولو روغتیاپالانو زړونه وګټل.
د روغتون مسولانو ویلي چې د ماشوم حالت ښه دی خو د مور او پلار هويت یې لا نه دی معلوم شوی.

“موږ هڅه کوو چې د پولیسو او ژغورنې کارمندانو په مرسته د هغه مور او پلار ته ورسیږو.”

طبي کارکوونکو ویلي تر هغه چې د ماشوم مور او پلار ونه موندل شي، موږ به د دغه ماشوم څارنه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب