سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېافغانستان- مثبت او جادوګر پرمختګ| سلیم صافی

افغانستان- مثبت او جادوګر پرمختګ| سلیم صافی

ژباړه: رحمت شاه فراز

د امریکا او طالبانو د هوکړې له ښه خبر وروسته له افغانستان څخه په پرلپسې ډول بد، بلکې وېروونکي خبرونه اورېدل کېدل. سره له دې چې طالبانو له امریکا سره جګړه پای ته رسولې  لا هم له افغان حکومت سره د جنګ بندولو ته چمتووالی نه ښيي. د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پرمختګ خو یوې خوا ته پرېږده، ولسمشریزې تاکنې پخپله یوه شخړه او لانجه وګرځېدلې. یوې خوا ته اشرف غني د ولسمشرۍ لوړه وکړه او بل لور ته عبدالله عبدالله خپل ځان ولسمشر اعلان کړ. 

د کورونا له امله د امریکایانو لېوالتیا ډېره کمه تر سترګو کېده او دا خطر را منځته کېدونکی وو چې له طالبانو سره جګړه خو پخپل ځای، داسې نه چې په کابل کې شته سیاسي عناصر پخپلو کې له یو بل سره د جګړې په لور رهي شي. 

تېره اونۍ څلور وسله وال د کابل په یوه روغتون کې د زېږون برخې ته ننوتل او امیندوارې میندې او نوزېږي ماشومان یې په زړه بوږنوونکي ډول په نښه کړل، له هغه وروسته ډاکټر اشرف غني هم د طالبانو پر خلاف د عملیاتو د ګړندي کولو امر ورکړ. 

دې شالید ته په کتو، په تېره لیکنه کې دې زده کوونکي (لیکوال) دا اندېښنه ښودلې وه چې داسې نه چې افغانستان یو ځل بیا د یوې بلې کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي، خو تېره ورځ د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د تړون مثبت او جادوګر پرمختګ یو وار بیا د هیلو ډیوې روښانه کړې. 

د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله تړون دوام کوي او که نه، هغه مطلوبه پایله ترې لاسته راځي او که نه؛ دا پرېکړه به را روان مهال کوي خو په اوس وخت کې د دواړو لورو ترمنځ دا هوکړه له یوه مثبت او جادوګر پرمختګ څخه کمه نه ده، په دې تړون کې پخواني ولسمشر حامد کرزي بنسټیز رول لوبولی دی. زه دا تړون له دې امله په جادوګر پرمختګ تعبیروم چې تېر ځل د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله معاهده د امریکا د کوتک په زور وشوه خو دا ځل چې کوم څه وشو، هغه پخپله افغانانو وکړل. 

حامد کرزي دا هوښیارتیا کړې وه چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځان له ټول بهیر څخه ایستلی و. هغه وخت نوموړی په دې نظر و چې د ولسمشریزو ټاکنو پر ځای لومړیتوب باید له طالبانو سره بین الافغاني خبرې اترې وشي، خو ډاکټر اشرف غني پر ټاکنو ټینګار کاوه چې پایلې يې هم لانجمنې شوې. 

دا ځل لومړی سترګې د امریکانو په لور وې چې د ډاکټر اشرف غني او نورو  نوماندانو ترمنځ کړکېچ به هوار کړي خو کله چې ولیدل شول چې امریکا ډېره زیاته لېوالتیا نه ښيي او هېواد د لا زیاتې ګډوډۍ پر لور روان دی نو حامد کرزي، استاد سیاف او نورو اغېزمنو شخصیتونو د دریمګړي رول ولوباوه او تېره ورځ د دواړو ترمنځ د تړون په لاسلیکولو بریالي شول. 

د تړون له مخې پنځوس سلنه وزارتونه به د عبدالله عبدالله ډلې ته ورکول کېږي، خو تر دې لا مهمه برخه یې دا ده چې له طالبانو سره د خبرو اترو چاره اوس یوازې د حکومت په لاس کې نه ده، بلکې تر ډېره بریده د عبدالله عبدالله لاسته ورغلې چې په دې کې به د حامد کرزي رول هم تر ټولو رغنده وي. له هوکړې سره سم، د حکومت یوه عالي شورا تشکیلېږي چې په ملي کچه به مهمې سیاسي څېرې پکې برخه لري، او د حکومتي چارواکو په څېر ځانګړی امنیت او خاص پروټوکول به هم ورکول کېږي، دا شورا به په مهمو ملي چارو کې ولسمشر ته مشورې ورکوي. 

په دې کې تر ټولو مهم چوکاټ د ملي مصالحې لپاره (یا په بل عبارت، له طالبانو سره د هوکړې لپاره) د سولې عالي شورا ده چې مشر به یې ډاکټر عبدالله عبدالله وي. نوموړی به په دې شورا کې پنځه همکار غړي لري. د سولې د عالي شورا په غړو کې به د پارلمان غړي، بېلا بېلې مهمې سیاسي څېرې، د مختلفو توکمونو مشران او د مدني ټولنو استازي برخه ولري. له طالبانو یا د حکومت ضد بلې ډلې سره د هوکړې ټولې چارې به د همدې شورا په غاړه وي، دغه راز دا شورا به له مالي خپلواکۍ هم برخمنه وي. 

د دې شورا تر چتر لاندې به د ملي مصالحې وزارت به هم رامنځته کېږي او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د ټیم د ټاکلو ترڅنګ به د هغې مشري او رهبري هم د همدې شورا مسؤلیت وي. برسېره پر دې، په دې تړون کې د ټاکنیزو اصلاحاتو او په اساسي قانون کې د تغیر او بدلون خبرې هم شوې. 

که ځیر شو نو له څو اړخونو دا ځل د افغانستان حکومتي نظام د تېرې پنځه کلنې دورې په پرتله خورا زیات غښتلی شوی دی. تېر ځل چې کوم څه وشوو د هغه لامل د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، فشار و او عبدالله عبدالله ته یې د اجرائیه ریاست داسې مقام ورکړ چې په اساسي قانون کې يې هېڅ شتون نه درلود. 

دا ځل چې کوم څه وشوو، هغه پخپله افغانانو په ګډه وکړل او د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله واک او صلاحیتونه هم په جلا جلا توګه په ګوته شول. دغه راز، کومه دولتي شورا به چې رامنځته کېږي، په هغه کې به هم لږ و زیات مهمو قومي رهبرانو ته استازولۍ په برخه شي او تېر حکومت که د دوو ډلو ګډ حکومت وو، نو دا حکومت به د هغه په پرتله لا زیات پراخ بنسټه حکومت شي. ځینې خلک په دې ورانپوهاوي اخته دي چې دا چې عبدالله عبدالله د شمال استازولي کوي او له طالبانو سره د هغوی تېر مهال ترینګلی پاتې شوی، نو ځکه د هغه په مشري کې خبرې اترې بریا نه شي موندلی، خو زما له تحلیل سره سم خبره سرچپه ده. 

د شمالي افغانستان له ځواکونو سره د طالبانو هوکړه له دې امله یو څه اسانه ده چې هغوی ته په هر حال کې خپله برخه رسېږي، حال دا چې طالبان د هغو پښتنو رهبرانو ځای نیول غواړي چې دا مهال د حکومت برخه دي. 

همدارنګه، د عبدالله عبدالله د سولې په عالي شورا کې د حامد کرزي رول به ډېر زیات اساسي وي. له حامد کرزي سره طالبانو پخوا هم ناستې کړې او اوس هم د اشرف غني په پرتله د حامد کرزي په اړه د طالبانو چلند خورا مثبت دی. 

له طالبانو سره د هوکړې په صورت کې به هرومرو په اساسي قانون کې بدلون رامنځته کېږي او که د افغانستان ولسمشر پخپله د خبرو اترو برخه وي، نو ډېره سخته ده چې هغه په اساسي قانون کې داسې کوم بدلون ته غاړه کېږدي چې د هغه له مخې کوم وخت د خپل ځای پرېښودو ته اړ شي، خو اوس چې دا واک یوه خپلواک او د ټولو استازو په شمول د سولې عالي شورا ته په لاس ورغلی دی، نو دا شورا په هر دریځ کې له طالبانو سره د هوکړې لپاره داسې لاره هم را ویستلی شي چې د هغه له مخې ولسمشر یا کوم بل چارواکی دې ته مجبوره شي چې خپل ځای پرېږدي او یا په اساسي قانون کې د بدلون له لارې په حکومتي نظام کې لوی بدلون رامنځته کړي چې په پایله کې به طالبان هم غاړه ورته کېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب