جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهارګ، د طالبانو د مشر اختریز پیغام بې ارزښته وباله

ارګ، د طالبانو د مشر اختریز پیغام بې ارزښته وباله

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: ارګ د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله خپورکړی پیغام بې ارزښته بللی دی او ویلي یې دي دا پیغام به هله ارزشت پیدا کړي چې طالبان له خلکو سره روغه جوړه وکړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله نن په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دي او امریکا دې هم د توافق د پلي کولو لپاره هلې ځلې چټکې کړي.

هبت الله په خپل پیغام کې امریکا ته ویلي چې چاته د سولې د هوکړې د ماتولو اجازه ورنکړي او پخپلو طالبانو یې هم غږکړی چې پر امریکایانو د ژمنې له مخې بریدونه ونکړي، خو دده په اصطلاح د اسلامي نظام لپاره دې هلې ځلې روانې وساتي.

ملا هبت الله طالبانو ته: امریکایانو ته زیان مه رسوئ، اسلامي نظام ته مبارزه وکړئ

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په دې اړه یو ټویټ کې تعجب ښودلی چې طالبان له یو پلوه په ځانمرګو او چاودنو کې خلک وژني او له بل پلوه د سولې په رابطه څرګندونې کوي: (( عجبه ده له یوې خوا په انتحار او انفجار د خلکو غوښې بادوي او تاوتخریخوالي ته دوام ورکوي، بله پلوه دسولې د هوکړې په اړه خبرې کوي، دا پیغام ارزښت نلري تر هغو چې له خلکو سره سوله ونکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې ملا هبت الله له افغان لوري سره د سولې د مذاکراتو پیلولو اشاره نه ده ورکړې، بلکې داسې یې ښودلې چې دغه ډله له افغان لوري سره پر جګړې ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب