جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پروان پر جومات د برید له کبله ځايي خلکو لاریون کړی...

د پروان پر جومات د برید له کبله ځايي خلکو لاریون کړی دی

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: د پروان خلازیو کلي خلکو دغلته د تېرشپې د وسله وال برید په غبرګون چې ۱۰لمونځ کوونکي پکې ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول، لاریون کړی دی.
د پېښې دقربانیانو خپلوان چې نن یې د پروان د والي دفتر مخې ته لاریون کړی و، وايي حکومت دې د پېښې عاملان پیدا او سخت مجازات کړي.

تېره شپه د پروان د چاریکار په خلازیو کلي کې پر یو جومات روژه ماتي ته ناستو خلکو باندې وسله وال برید وشو چې د چارواکو په قول ۸ تنه په کې وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
خو ځايي خلک د مړو شمېر ۱۰ او د ژوبل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنه یادوي.

د پروان د والي ویانده وحیده پیکار تاند ته د ننني لاریون په اړه وايي، ممکن د تېرې شپې برید د دښمن کار وي خو په وینایې چې ولایتي اداره به یې د عاملانو په لټولو کې بې غورۍ ونکړي.

په ورته وخت کې تېر ماسختن د خوست په صبریوولسوالۍ کې هم د تراویحو پر لمونځ کوونکو برید کړی چې ۳ تنه په کې وژل شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د خوست او پروان د بریدونو مسوولیت نه دی اخیستی خو د کورنیو چارو وزارت تاند ته په استول شوې اعلامیه کې دا بریدونه د طالبانو کار بولي.
خو طالبانو بیا تېره شپه ادعا کړې چې د پروان د خلازیو پر یو جومات برید افغان امنیتي ځواکونو کړیدی.

دا په داسې حال کې ده چې پر جوماتونو ډېری مهال بریدونه د طالبانو لخوا ترسره کېږي.
همدا څو ورځې وړاندې د پکتیاوالي شمیم خان کټوازي وویل، طالبانو یې پکتیکا کې پر تره او کلیوالو د جومات مخه کې ډزې کړېدي او درې ملکیان يې وژلي دي.

1 COMMENT

  1. حکومت ته پکار ده چه د پروان خلازیو کلي د خلکو وسله وال برید په جدی او عاجل ډول وڅیړی، په پروان کی ځینی متعصبه کړۍ شته چه غواړی پښتانه په یو او بل ډول فرار او یا وشړی.
    بیا هم وایم چه حکومت دې د دغه برید ژوره څیړنه د کابل څخه وکړی نه د پروان ولایتی چارواکو څخه.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب