جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د رېل له لارې یوه میاشت کې ۴۰۰ زره ټنه...

افغانستان ته د رېل له لارې یوه میاشت کې ۴۰۰ زره ټنه توکي وارد شوي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: د افغانستان د ريل پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې افغانستان ته د ریل خطونو له لارې نږدې ۴۰۰ زره ټنه توکي وارد شوي دي.

دغې ادارې تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په روانه میاشت کې هېواد ته له ۷ زرو واګونونو څخه زیات سوداګریز او خوراکي توکي په حیرتان، تورغونډۍ او اقینه بندرونو رارسېدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دغه شمیر واګونونو کې ۳۹۴ زره ټنه سوداګریز توکي رارسېدلي چې یوازې ۱۸۲ زره ټنه یې خوراکي توکي، غنم او غوړي دي.

خبرپاڼه وايي، په تېره یوه میاشت کې افغانستان ته ۱۸۱ زره ټنه نفتي توکي او ۳۰ زره ټنه ودانیز مواد په ریلګاډو کې راوړل شوي دي.
یاده اداره وايي، د کورونا د بحران په موده کې افغانستان ته د ریل له لارې واردات له ځنډ پرته په مسلسل ډول ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم اعلان کړی چې له دې وروسته به د اوونۍ شپږ ورځې دتورخم او سپین بولدک لارې افغانستان ته د توکو د لیږد لپاره پرانیستې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب