جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: خپل هېواد ته د افغان کډوالو باعزته ستنېدل غواړو

پاکستان: خپل هېواد ته د افغان کډوالو باعزته ستنېدل غواړو

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، اسلام اباد غواړي چې افغان کډوال په باعزته ډول خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي نن په اسلام اباد کې د قرنطین له امله زیانمنو کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال دا خبره کړې ده او ويلي یې دي افغانانو ته یې د خپل هېواد دروازې له لسیزو راهیسې ځکه پرانیستې دي چې دا هېواد جګړه ځپلی دی.

ښاغلي علوي زیاته کړې، پاکستان په افغانستان کې ژر تر ژره د پایداره سولې تینګښت غواړي: (( پاکستان او ترکیې د اسلامي جذبې له مخې افغانانو او سوري کډوالو ته په خپله خاوره کې دژوند زمینه برابره کړې ده، موږ د کورونا په بحران کې له کډوالو سره مرستو ته ژمن یوو.))
نوموړي افغان کډوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او هېواد ته د ستنېدو لپاره یې هڅولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه افغان کډوال وايي، پاکستاني حکومت په کمپونو کې قرنطین کړي دي او د ژوند او روزګار لپاره یې راوتلو ته نه پرېږدي.

همدا راز نړیوالو سازمانونو د کډوالو لپاره یو څه مرستې پاکستان ته ورکړې دي خو دغه هیواد افغان کډوالوته نه دي رسولي.
د شمېرو له مخې په پاکستان کې دا مهال ۳نیم میلیونه افغانان په قانوني او غیر قانوني ډول ژوند کوي.

1 COMMENT

  1. This camp is very scary and if Coronavirus gets to this camp most of the people will die.The Khalqi regime caused these type of migration of the Afghan citizens.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب