جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههيواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې

هيواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۸۱۴۵ ته ورسېدې

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د ۱۰۰۳ سمپلونو له معاینې وروسته د کورونا ۴۹۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د وزارت لخوا تاند ته په ورکړي معلوماتي لیست کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل کې ۲۶۲ تر ټولو ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د ټول هېواد په کچه د مثبتو پېښو شمېر ۸۱۴ ته لوړ شوی دی.
وزارت وايي تېره ورځ له کورونا ویروس څخه د ۱۰ تنو په مړینه د ټولو مړینو شمېر ۱۸۷ او د ۸۰ ناروغانو په روغېدو د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۹۳۰ ته لوړ شوی دی.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت بار بار له هیوادوالو غواړې چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او بې له ضرورته له کورونو ونه وځي.

وزارت تیره ورځ هم له هیوادوالو غوښتې وو چې اختر ونه لمانځې او په کورونو کې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب