تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱ مه: طالبانو تېره شپه په تخار ولایت کې۹ ولسي پاڅون کوونکي وژلي او شپږ نور ژوبل دي.
د دې ولایت د امنیتي چارواکو په وینا چې تیره شپه په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۹ ولسي پاڅونوال د طالبانو لهخوا وژل شوي.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر تاند ته تایید کړه، چې تیره شپه وسلهوالو طالبانو د ولسي پاڅونوالو په دوو پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د ملک تاتار د ولسي پاڅون د ډلې نهه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ښاغلی اسیر همداراز وایي، چې د دواړو لوریو تر منځ نښته شوې په دې نښته کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
دی وایي د وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلي دقیق ارقام تر دا مهاله نه دې په ډاګه شوې.
بل لور ته وسلوالو طالبانو بیا تر دا مهاله په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ملک تاتارافراد په پختنوظلمونه کوی.