سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېد عبدالرحیم مندوخېل،ژوند یون ته لنډه کتنه

د عبدالرحیم مندوخېل،ژوند یون ته لنډه کتنه

همدرد نيازی

د تاریخ او سیاست استاد،او د مشرانو په جرګه کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی،عبدالرحیم مندوخیل، د لوی افغانستان دمحکوم ولایت، د کوټي ښار د تبرکلوز په شفاء خانه کي په کال دوه زره ولسم د مۍ د میاشتي په دوه ویشتم تاریخ له ډېر وخت ناروغي تېرولو وروسته، تقریباً د یو اتیا کلو نو په عمر مرګ ته لبیک وویلو

(روح یې ښاد او ګور یې منور)

عبدالرحیم مندوخېل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د مشر لومړی مرستیال وو،د علم او سیاست په ډګر کي د مسلسل لاسته راوړنو له وجي عبدالرحیم مندوخیل صاحب  د لوی سیاستوال او استاد شهرت په خپل نوم کړو

همدرد نيازی

په سیاست، ادب، جغرافیه تاریخ، او نورو علومو کي یې هم زیاته مطالعه درلوده،

د مندوخېل صاحب تخلص (اولس مل) وو

ښاغلی اولس مل صاحب په نو لس سوه اووه دېرشم کال(۱۹۳۷)کې د جنوبي پښتونخوا ژوب په اومژه کلي کي د عبدالرحمن خان، او مور دوتانۍ په کور دغه نړۍ ته سترګي وغړولې،

د عبدالرحمن خان درې زامن وو، رحیم مندوخیل، لومړنۍ زده کړي په ژوب کي سرته ورسولې،

 په نولس سوه دره پنځوس کي یې میټرک (لسم صنف)په ژوب ښار کي ولوستل او له هغه وروسته بیا د ایف اې او بي اې له پاره  سائنس کالج کوټي ښار ته وکوچېدلو،

او بیا په نولس سوه دره شپېته کي یې د وکالت ډګرۍ ایل ایل بي، له سائنس کالج کوټي څخه تر لاسه کړه،

د مندوخیل صاحب، په پاتي کورنۍ کي د هغه شپژ زامن او دوې لوڼي دي،

د عبدالرحیم مندوخیل صاحب د مشر زوی، ښاغلي ډاکټر بایزید په وینا چي مندوخیل صاحب، به همېشه موږ ته له انسان سره د میني،دوستي.خوش اخلاقي، او تعليم، په اړه ښوني کولې،

هغه د خپلي جغرافیې ،او تاریخ په اړه انتهایي حساس وو،

د ډاکټر بایزید په خبره،چي، هغه یو ساده او مینه ناک انسان وو له انسانانو سره یې زیاته  مینه لرله،

د ډاکټر په وینا چي زما پلار به اکثره دغه خبره کوله چي پښتون من حیث القوم امیر او سوشلیسټ ده،  بالخصوص د زمکي د وېښ په معامله کي،

د عبدالرحیم مندوخیل ( اولس مل) تعلق له یوه سیاسي،او مبارز قوم سره ده،

هغه په خپل کتاب ( افغان او افغانستان)کې یو ځای لیکلي چي،زما نیکه،ملا نور خان،په نولس سوه نولس عیسوي کال کي د انګریز خلاف په جنګ کي برخه اخیستي وه،

عبدالرحیم مندوخیل، له صحافت سره هم مینه درلوده، له نولس سوه اته پنځوس څخه بیا تر نولس سوه نهه پنځوسه پوري هغه له راډیو پاکستان سره د نطاق په حیث کار وکړلو،

د څه وخت له پاره د محکوم ولایت بلوچستان، د کلا سیف الله په یو مکتب کي د سر معلم په صفت هم پاتي سوی، چي وروسته یې بیا دڅو کلونو له پاره  د مدافي وکیل په حیث دنده پر مخ یوړه،

چي وروسته یې سیاست ته په بشپړه توګه مخه کړه او د مدافي وکیل دنده نیمګړي ځیني پاتي سوه،

ښاغلی مندوخیل،  د زده کړیالي له وخته په سیاست کي ځان شکېل کړی وو،

مندوخیل صاحب، په لومړي ځل په کال نولس سوه یو نوي کي د وزیرانو د شورا غړی سو،په کال نولس سوه اووه نوي کي د ولایتي شورا وکیل وټاکل سو، او بیا په دوه زره شپژم کال کي بیا د دوهم ځل له پاره د وزیرانو د شورا غړی سو،

د  دوه زره دیارلسم کال په عمومي ټاکنو کي د مشرانو جرګې ته له کوټي او چاغي څخه په نشست این اې دوه سوه شپېته بریالی شو،

عبدالرحیم مندوخیل،په سیاست، تاریخ جغرافیه،او ځیني نورو موضوعاتو تر څلورو زیات کتابونه او مقالې لیکلي،

په نولس سوه څلور شپېته کي د نیپ(نیشنل عوامي ګوند)په جوړولو کي یې هم مرکزي رول ولوبولو،

او د نیپ (نیشنل عوامي ګوند)په ولایتي شورا کي د مرستیا په صفت هم پاتي سو،

ښاغلي مندوخیل،له یوې بهرنۍ ریډیو سره په پښتو مرکه کي ویلي وو، چي،د خان شهید عبدالصمد خان له سیاسي منډو تړلو متاثره شوم چي د هغوی په، ورور پښتون ګوند کي مي ځان شامل کړو،

او د محصلي په دوره کي مي په کال نولس سوه اووه پنځوس کي په باقاعده ډول سیاسي مبارزه شروع کړه،

د نیپ د تقسیم په وخت، مندوخیل صاحب،د مولانا بهاشاني،تر څنګ ودرېدلو،

له هغه څخه وروسته،عبدالرحیم مندوخیل،پښتون خوا نیشنل عوامي ګوند،چي اوس د پښتون خوا ملي عوامي ګوند په نوم یادېږي د لومړي مرستیال په توګه کار کولو،

په نولس سوه دوه نويم کال کي یې په کوټه کي له ولسونو سره د حکومت د ناروا کړنو ،په خلاف تر شپاړس ورځو پوري د نه خوړلو کامیاب احتصاب تر سره کړو،

د جنرال ضیاء الحق د مارشل لا ء په مقابل کي د ایم ار ډي (تحریک بحالي جمهوریت)په لومړي قطار کي په خلاف خپل مخالفت ښکاره کړو،

له دغه څخه علاوه،خدای بښلي، مندوخیل، د اتلسم ائیني  ترمیم ،کي هم د پښتونخوا ملي قامپرست ګوند،د لومړي مرستیال په حیث مهم رول ولوبولو،…….

یادونه:

په لیکنه کي د رضا محمد رضا چي دپښتون خوا ملي عوامي ګوند د مطبوعاتو مسول،ډاکټر بایزید د چي د خدای بښلي عبدالرحیم مشر زوی ده، او خپله د مرحوم عبدالرحیم مندوخیل،صاحب له کتاب (افغان او افغانستان) څخه زیات معلومات را اخیستي شوي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب