اصف بهاند
افغانستان چې پر هره مثبته لاره پل ایښی دی، پاکستاني واکدارانو خنډونه ورته پېښ کړي دي، یا د دین د دفاع په نامه د نیابتي جگړې سرتېري ورنه جوړ کړي دي، یا یې د خپل وطن د ابادۍ لپاره پر مزدوریو گمالي دي، یا یې چېرې په کوم بل نامه د بدن غړي د خرڅلاو له پاره ورنه ایستلي دي او…
زموږ ناپوهۍ او نیمې پېړۍ جگړې زموږ د خلکو او وطن لپاره، په سلگونه او زرگونې رنگارنگ ستونزې زېږولې دي، یو پاکستانی چارواکي په نړیواله کچه د ټولې نړۍ پر ستیژ دريـږي په سپین سترگۍ او بېشرمۍ سره د افغانانو د کلتور په باب داسې څرگندونې کوي چې هغه د افغانانو او پښتنو د تاریخ په هېڅ پوړۍ کې مثال نه لري، خو د یو ناجایز هېواد یو ناجایز اولاد راولاېـږي وايي چې د پښتنو په کلتور کې ښوونځي ته تگ نه شته او ښونځي ته نه تگ د پښتنو د کلتور یوه برخه ده.
د منیر اکرم له دې بې مسؤلیته څرگندونو سره سم، افغانانو په افغانستان او د باندې له خپل هېواده سخت غبرگونه وښودل او د منیر اکرم څرگندونې یې په علمي او دیپلوماتیک استدلال سره رد ګړې.
د دې غبرگونونو په ډله کې د پاملرنې وړ غبرگون د ښاغلي غفور لېوال غبرگونه دی. د ښاغلي لېوال د
غبرگون بشپـړ متن دا دی:
«جناب منیر اکرم!
د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ، د ټيت او روسته پاتې کلتور نښې دي. حیران یم، چې له فرهنګ ناخبره یو شخص څنګه، په ملګروملتونو کې د یوه مصنوعي، بې تاریخه او بې ملته پوځ استازولي کوي؟
جناب اکرم!
اول:
تر دې مخکې چې د افغان فرهنګ په اړه څه ووايې، هیله ده فرهنګ (Culture) راته تعریف کړې.
زه غواړم پوه شم، چې ته فرهنګ پېژنې؟
او که یې پېژنې، څنګه یې پېژنې؟
دویم :
د افغان فرهنګ په اړه په څه پوهېږې؟
څو کتابونه، څومره لیکنې یا لږ ترلږه څو کرښې دې د افغان فرهنګ په اړه لوستي؟
خوشال خان خټک پېژنې؟
د هغه د «دستارنامې» نوم دې اورېدلی؟
ایا خبر یې چې څلورسوه کاله پخوا دغه ستر افغان د نجونو او هلکانو د زدکړو په اړه څه ویل؟
لنډۍ پېژنې؟
د اتڼ نوم دې اورېدلی،
د پښتانه او ډول او څڼو راتاوېدو فرهنګ دې لیدلی؟
غني خان پېژنې؟
باور لرم، چې یو هم نه پېژنې.
له دې خبر یې چې د حبیبیې لیسه ستا له هېواد او نړیوال وجود څخه ۴۴ کاله مشره ده؟
هو! ۴۴ کاله مخکې تر دې چې ستا هېواد او تاریخ وزیږي، افغانانو عصري تعلیم کاوه، خبر یې که نه؟
کابل پوهنتون، چې د اسیا په لویو او مهمو پوهنتونونو کې و، ستا تر هېواده ۱۵ کاله مشر دی. ستا هېواد او ستا تاریخي وجود د افغانانو له لومړني معاصر پوهنتون څخه ۱۵ کاله کشر دی.
ستا د هېواد تر زېږېدو پوره ۲۶ کاله مخکې دلته د مېرمنو نهضت پیاوړی و، د نجونو لیسې وې او ارشادالنسوان خپرېده.
د افغان فرهنګ استازې (مېرمن پروین) چې خپله لومړۍ سندره په ملي راډيو کې ثبتوله، ستا هېواد نوی زېږېدلی و.
د افغان فرهنګ یوه خورا کوشنۍ برخه؛ ښځینه موسیقي او تیاتر هم ستا له هېواده مشران دي.
ته خبر یې چې ستا د هویت متفکر مغز (لاهوري اقبال) د افغان فرهنګ په مدحې او ستاینې څومره ځان ستړی کړی دی؟
که افغان فرهنګ نه پېژنې، اقبال خو به پېژنې؟
لږ یې ولوله!
مسافر، جاوید نامه، اسرار خودی، رموز بیخودی، پیام مشرق، زبور عجم او نور ولوله، افغان فرهنګ هلته پېژندلای شې!
جناب منیر اکرم!
ستا فرهنګي پلازمېنې ته زما له غزني څخه تمدن او زما له کندهار څخه حکومتولي دروړل شوې ده، په دې خبر یې؟
تر دې مخکې چې ستا په استخباراتي قلمرو کې انګریز شاتګپالې مدرسې جوړې کړي او بیا د پوهنې ضد او ښوونځي ضد افیوني روایتونه (Colonial narrative) راصادر کړي، زما فرهنګ په خورا طبیعي بڼه وده او تکامل کاوه. عصري ښوونځي مو درلودل، په کندهار کې د نجونو لیسې او هلته د سلګونو ښځینه مېرمنو عصري تدریس هم یو کال ستا له هېواد څخه پخوانی تاریخ لري.
خپله خبره بېرته واخله او شرافتمندانه بښنه وغواړه!
او که نه، نړۍ به پر خپله بېسوادۍ، ناخبرۍ او ناپوهۍ وخندوې.
موږ کولای شو، یو مهال چې دروزګار شو، د هویت جوړولو بنسټونه او د فرهنګ پېژاند درزده کړو. موږ په دې چاره کې اوږده تاریخي تجربه لرو.»
په ملگرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم د بې مسؤلیته څرگندونو په مقابل کې د افغانانو غبرگون دومره پراخ او تند و، چې په ډېره بېـړه یې په خپلو کړو خبرو پښېماني وښوده. د ده د پښېمانۍ پر خبر باندې تاند یو رپوټ خپور کړی دی، د هغه رپوټ په یوه برخه
کې داسې راغلي دي:
«منیر اکرم پښتنو ته په کړي سپکاوي پښېماني وښوده،
تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د هغو سپکونکو څرګندونو له امله پښېماني ښودلې، چې ويلي يې وو، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی اسلامي عمل نه؛ بلکې د پښتنو د کولتور يوه برخه ده.
نوموړي اوس ويلي، چې له خبرو ېې ناسم تعبير شوی.
د هغه په وينا، پښتانه د مترقي او ډېر محترم کولتور څښتنان دي او د ده په خبرو کې ورته د سپکاوي هيڅ نيت نه و موجود.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د استازي خبرې يې ناسم تعبير شوي دي…»
له بده شامته لکه تل پاکستاني چارواکي زموږ د هېواد په گڼو چارو او کارونو کې لاسوهنې کړې دي. دا ځل یې بیا په داسې بېشرمۍ سره او په داسې نامناسب ځای او په غیر دیپلوماتیکه ژبه کړې دي؛ چې نړیواله بیشرمي یې خپل هېواد ته ورواړوله.
د منیر اکرم د غیر دیپلوماتیکې ژبې د کارونې په مقابل کې باید زه په غیردیپلوماتیکې ژبې سره ورته ووایم چې:
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم دې د هغو افغان نجونو چې ښوونځیو ته یې کولپ اچول شوی دی، غم نه کوي؛ دی دې د خپل وطن په هیرا منډیي کې د خپل وطن د ناموس د خرڅلاو پوښتنه وکړي.
بهاند صاحب ،
هیرامنډه یی خو دپنجابیانو کلتور دی . دوی په خپل دغه مهم کلتوري مرکز ویاړي او د هغوی لپاره یو مقدس ځای دی .
پنجاب په قصد نه غواړي چي د افغان د تاريخ ، کلتور يادونه وکړي که نه دوی ښه پري خبر دي. پښتون خوا چي نن د پنجاب تر ولکي لاندي ده په وچ زوريي پښتون افغان له علم ، معرفت او مدرنه تمدون نه لري ساتلي چي د ځان تر قببضي لاندي وساتي نو ځکه يي نن طالبان په افغانستان کي واک ته ورسول چي په افغانستان کي هم د علم اومعرفت مخه ونيسي او خپل پلانونه مخ په وړاندي بوزي. طالبانو په خپل وار د پنجاب په مشوره ښځي له کاره، مکتب او پوهنتونه راوګرزوي.
د منير اکرم خبري له خيټي نه بلکه د ای. اس. ای له لارښوني دي دا Arschloch(الماني سپکاوی ده) دومره بي شرمه ده چي د ملګرو ملتو نو په سازمان کي ادعا کوي چي افغانان ځپلي نجوني مکتب ته نه پريږدي او يو تالب Arschloch هم هيڅ ځان نه ښوروي غلي ناست دي.
که یواځي د نازو انا نوم واخلم چي په سنګر کي به يي دانګريز په ضد د افغان جنګيا ليو ملاتړي کاوه بس به وي نورو ليکوالو ارزښتناکي تبصيرکړي.
دا يوه سياسي تيښته ده چي اوس په خپله ادعا پښيمانه يي ته Arschloch .
په هري تياري پسي رڼا راځي