پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهمنیر اکرم پښتنو ته په کړي سپکاوي پښېماني وښوده

منیر اکرم پښتنو ته په کړي سپکاوي پښېماني وښوده

تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه)‏ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د هغو سپکونکو څرګندونو له امله پښېماني ښودلې، چې ويلي يې وو، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی اسلامي عمل نه؛ بلکې د پښتنو د کولتور يوه برخه ده.

نوموړي اوس ويلي، چې له خبرو ېې ناسم تعبير شوی.

د هغه په وينا، پښتانه د مترقي او ډېر محترم کولتور څښتنان دي او د ده په خبرو کې ورته د سپکاوي هيڅ نيت نه و موجود.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د استازي خبرې يې ناسم تعبير شوي دي.

مخکې د پاکستان ګوښه شوي صدراعظم عمران خان هم د پښتنو د کولتور په اړه له سپکاوي ډکې ورته څرګندونې کړې وې.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د منير اکرم په غبرګون کې ویلي:« د ښځو تعلیم نه کول د پښتنو رواج نه دی؛ بلکې د ډیويډجونز څخه رانیولې تر کرنل امام پورې يوه دسيسه ده، چې پښتانه افغانان وروسته پاتې وساتي.»

ښاغلی پښتين زياتوي:« په UN کې د پاکستاني استازي د افغان نجونو بند تعلیم ته بې بنیاده جوازونو واضحه کړه چې د نجونو تعلیم د بندیز پر شا څوک دي.»

 د افغانستان يو شمېر نورو پښتنو او غير پښتنو فعالانو هم د پاکستان د استازي يادې څرګندونې غندلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب