Homeخبرونهکابلوف: راتلونکې اونۍ به د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو...

کابلوف: راتلونکې اونۍ به د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو امنيتي غونډه جوړه کړو

تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنيتي غونډې د جوړېدو خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې ياده غونډه به راتلونکې اونۍ د مختلفو هېوادونو د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په کچه تر سره شي.

د کابلوف د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د روسیې، چین، هندوستان، پاکستان، منځني اسيا او مرکزي اسيا د هېوادونو د ملي امنیت شورا ګانو مشران د افغانستان په اړه خبرې او مشورې سره وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې دغې غونډې ته په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې استازي نه دي بلل شوي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...