Homeخبرونهپښتین: د منير اکرم خبرو وښوده، چې افغان نجونې د پاکستان په...

پښتین: د منير اکرم خبرو وښوده، چې افغان نجونې د پاکستان په امر له زده کړو هم محرومې شوي

تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه)‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د افغان نجونو د زده کړو د مخنيوي په دفاع په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي منير اکرم له سپکاوي ډکو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

ښاغلي پښتين ویلي:« د ښځو تعلیم نه کول د پښتنو رواج نه دی؛ بلکې د ډیويډجونز څخه رانیولې تر کرنل امام پورې يوه دسيسه ده، چې پښتانه افغانان وروسته پاتې وساتي.»

ښاغلی پښتين زياتوي:« په UN کې د پاکستاني استازي د افغان نجونو بند تعلیم ته بې بنیاده جوازونو واضحه کړه چې د نجونو تعلیم د بندیز پر شا څوک دي.»

په ورته وخت کې د افغانستان يوه مشهور سياسي او علمي شخصيت ډاکټر علي احمد جلالي هم د پاکستاني استازي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي ويلي:« د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان سفیر په افغانستان کی د طالبانو افراطیت د پښتنو له فرهنګ سره تړي. د طالب او نورو ترهګرو افراطیت د دوی په ايډيالوژۍ کی دی نه په قومیت کې،

د طالبانو پالیسۍ او کړنی نه دپښتنو، نه د افغانستان او نه داسلامي تمدن نمایندګي کوي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د استازي خبرې يې ناسم تعبير شوي دي.

مخکې د پاکستان ګوښه شوي صدراعظم عمران خان هم د پښتنو د کولتور په اړه له سپکاوي ډکې ورته څرګندونې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...