جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد پروفيسور ارمان لوڼي د وژل کیدو څلورم تلين پوره شو

د پروفيسور ارمان لوڼي د وژل کیدو څلورم تلين پوره شو

تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه)‏ د بلوچستان په لورالايي سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي پروفيسور ارمان لوڼي د وژل کیدو څلورم تلين پرون پوره شو.

ارمان لوڼی د عدالت غوښتنې له يوې غونډې وروسته د پاکستان د پولیسو له لوري نيول شوی او په سختو شکنجو وژل شوی و.

د نوموړي په وژلو تورن پولیس مسوولين هماغه مهال د پاکستان محکمې بې ګناه اعلان کړل، چې په غبرګون کې ېې د ارمان لوڼي کورنۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ وويل: د پاکستان حکومت نه د عدالت تمه نه لري.

ارمان لوڼی د پوهنتون استاد و، چې وژل کیدو سره يې د نوموړې خور وړانګه لوڼۍ سياسي مبارزو ته شدت ورکړ او ويې ويل د ورور ارمانونو ته کار کوي.

د ارمان لوڼي د وژل کیدو تلين غونډې مخکې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو جوړولې، خو د طالبانو له واکمنيدو وروسته دا لړۍ درول شوې ده.

په افغانستان کې حاکم طالبان پاکستان سره د نيږدې اړيکو له امله د دغه هېواد خلاف د غږ پورته کولو سرسخت مخالفان ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب