جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم د هیواد پر امنیتي- اقتصادي حالاتو د ټولو ګوندونو...

د پاکستان صدراعظم د هیواد پر امنیتي- اقتصادي حالاتو د ټولو ګوندونو غونډه وبلله

تاند(جمعه، د دلوې ۱۴ مه) په داسې حال کې چې پاکستان ته یوازې د ۳ اوونیو د وارداتو اسعار ورپاتې دي، د دغه هیواد صدراعظم د هیواد پر اقتصادي بحران او امنیتي وضعیت د خبرو لپاره ګوندونو او سیاستوالو ته بلنه ورکړه چې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د خپل سیاسي سیال عمران خان په شمول ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړې چې د هیواد پر جدي ننګونو له ده سره د فبرورۍ په اوومه (راتلونکې پنجشنبه) خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد اقتصاد له جدي ستونزو سره مخامخ دی او اوس دې هیواد ته صرف څه باندې ۳ میلیارد ډالره اسعاري زېرمه پاتې ده چې د شنونکو په وینا د څه کم درو اوونیو واردات پرې کېدای شي.

پاکستان هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره خبرې وکړي او قناعت ورکړي چې درې نیم میلیارد ډالره نور پور ورکړي خو د پیسو نړیوال صندوق یو شمېر شرطونه لري چې د پاکستان اوسنی حکومت، چې انتخابات په مخکې لري، هغه نه شي منلی.

د پیسو د نړیوال صندوق شرطونه په پاکستان کې د اړتیا وړ شیانو د بیو د لوړېدو سبب کېږي او د بیو لوړېدا د خلکو نارضایتي زیاتوي.

له بلې خوا پاکستان د چین، سعودي او متحده عربي اماراتو له لوري تر فشار لاندې دی ځکه چې د هغو د پور موده پوره شوې او اسلام اباد یې نه شي ورکولی.

خو د اقتصادي فشار ترڅنګ د پاکستان اصلي ستونزه خرابیدونکی امنیتي وضعیت دی. په پاکستان کې ورځ په ورځ امنیتي پېښې ډیریږي او کنټرول یې د دې هیواد د امنیتي ځواکونو له توانه وځي.

1 COMMENT

  1. کله چې ښاغلی شریف دا بیان خپور کړ اوس په پښتونخوا کی پښتنو لاریونونه شروع شوی مګر یاد برید په اړه په پنجاب یا سند یا بلوچستان کی لاریون نه کیږی همدا ډول یاد برید په اړه د پآکستان د پوځ رسانیز مرکز SPR کوم غبرګون ندی ښودلی.
    د یادولو ده چی ددی قضیی لپاره د پآکستان پلاوی افغانستان ته راځی ، مګر امنیتی موضوع په آړه په مسکو کی هم غونډه ده او ورسره په دبی کی په امریکایی روغتون کی ښآغلی مشرف د مرګ خبر ، چی دا ټول موضوعات سره تړلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب