جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهحاکمې ادارې د استاد مشعل د کتابونو وېش« پارونکی» ګڼلی

حاکمې ادارې د استاد مشعل د کتابونو وېش« پارونکی» ګڼلی

تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه)‏ د طالبانو حاکمې ادارې د پوهنتون د يوه کتاب وېشونکي استاد اسماعيل مشعل له لوري د کتابونو د ویش لړۍ د خپل حاکميت خلاف « پارونکی عمل» ګڼلی او د نوموړي د بندي کيدو ننګه يې کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه مقام ملا عبدالحق حماد ویلي:« استاد مشعل چې له څه وخت راهيسې يې په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکي کړنې ترسره کولې، مازديګر يې ګڼ شمېر خبريالان پر ځان راټول کړي وو او پر عمومي سړک يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، امنيتي ادارو د تحقيقاتو لپاره بيولی.»

اسماعیل مشعل پرون طالبانو د کابل ښار له درېيمې ناحيې نيولی، چې د کورنۍ د غړو په وينا يې د نیول کیدو پر وخت يې موبايل هم مات او اخ و ډب ورسره شوی.

مشعل څه موده مخکې د خپلو زده کړو اسناد په يوه ټلويزيوني خپرونه کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې وڅېرل.

هغه په وروستيو کې د « اقرا» په نوم يوه ګرځنده کراچۍ جوړه او په کابل کې یې د زده کړو بهير د دوام په موخه په وړيا ډول کتابونه پکې وېشل.

ښاغلي مشعل ویلي وو، چې د شاوخوا درې نیم میلیونه افغانیو لرلي ۲۱ زره ټوکه کتابونه به خلکو ته وړيا وېشي او بيا به نور کتابونه هم پېري او وړيا وېشي.

له استاد مشعل سره د طالبانو چلند د خلکو توند غبرګون سره مخ شوی.

3 COMMENTS

  1. هیبت خبیث دا له وخته ثابته کړې چې دی اسلام او تعلیم او کتاب دشمنان دې دوې صرف دې اسلام نابدې لپاره یوه جوړه شوې پروزه ده چی دې ای اس ای په واسطه منځ ته راغلی او دې انګلیس او امریکا له طرف څخه تمویل کیږې دې دوې له دې عمل سره هر کس باید یو کتاب په لاس کښی ونیسې که هر چیری وې که سواد لری او بایې نلرې او مرګ په جاهلیت دې شعارونه ورکړې!

  2. دکتاب ځواب باید په کتاب وویل شی، فاتوا برهانکم؛یعنی د منطق ځواب په منطق او دلیل ۰
    د پوهنتون او تعلیم ساحه د منطق ،دلیل او کتاب ساحه ده ، د متعلم او معلم په وړاندی کوتک او
    ټوپک او غیر انسانی ژبه کارول د امراوو بی کفایتی او وحشیانه تفکر او روش بربنډوی چی حکام ور باندی کګړ دی او دا ښیی چي دا موجودات د کوتک او ټوپک د استعمال ساحه هم نه پیژنی او کار اهل کار ته سپارل شوی ندی او امارت ټول ورته سوټی او ټوپک یا وهل او سپکول ښکاری؛څه شول
    د امراوو اخلاق ،ترحم ،شفقت ،دعوت او اصلاح ؟
    دوست او دښمن نه پیژنی ، تعریف هم تری نلری فقط وهل او تړل ؛ تر ټولو ارذل روش د مومن ملت پر وړاندی ، ډیره دون همتی ، جهالت او د ملت سره دښمنی ده ۰

  3. خلک وایی چې پېریان له بسم الله نه وېرېږي ،
    هندو له اوبو نه اوپنجابیان د پټان له نامه نه .
    ټالب له کتاب ، منطق او حقیقي اسلام نه .
    له همدې امله ملا هبت د افغانانو پرمخ ښوونځي اوپوهنتونونه وتړل ترڅو زمونږ ځوانان اوپېغلې له قلم او کتاب نه لرې پاته شي . د پنجاب او ټالبانو ګډ استازی بیا نړیوالو ته ووایی چې پښتانه له ښوونځیو سره علاقه نه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب