جمعه, مې 3, 2024
Home+طالب چارواکو ته سر خلاصی لیک| پوهنیار شاپور احمدزی

طالب چارواکو ته سر خلاصی لیک| پوهنیار شاپور احمدزی

طالب مشرانو! په دې ښه پوهیږئ چې هرڅه پیل او پای لري، په نړۍ کې ډېرې امپراطورۍ رامنځ ته شوي او له منځه تللي دي. ډېر وړاندې به نه ځم د معاصر یا اوسني افغانستان له جوړېدو به یې پیل کړم، چې په دې موده کې افغانانو درې سترو امپراطوریو انګرېز، روس او امریکا ته ماتې ورکړي دي. افغانانو هیځکله له بهره تپل شوي او مستبد دیکتاتور حکومتونه، نه دي منلي، دا هم د یادولو وړ ده چې په افغانانو هیڅکله چا په زور حکومت نه دئ کړئ او نه یې کولای شي.
مونږه ټول د دې شاهدان یو، کوم حکومت او دولت چې ولس ته غوږ نه دئ نیولئ، خلک یې زورولي او له ولس سره یې دښمني کړې، نو دا ډول حکومتونو ته د ملت حوصله هم تنګه شوې او پر بل مخ یې اړولي دي.
په تېرو څلویښتو کلونو کې ټول هغه حکومتونه، چې په زور جوړ شوي وو او یا له بهره تپل شوي وو، سره له دې چې په سل هاوو زره کسان یې د خپل پایښت لپاره له تیغه تېر کړل، خو ټینګ نه شول. لا تر دې چې دسقاو د زوی حکومت له نهو میاشتو زیاد پاتې نشو ځکه چې دهیواد له نیم قشر سره یې دښمني وه.
جمهوري نظام ولې ړنګ شو؟ ځکه چې ملت ته یې غوږ نه نیوه، فساد او رشوت تر حده زیات وو، چارواکي په خپل عیش ونوش اخته وو، د پیسو ټولولو او د جیبونو د ډکولو په هڅه کې وو، ملت ته یې شا اړولې وه، یوه وړوکي ګروپ واک تر لاسه کړئ وو او د ټولو ملیتونو حق یې اخیسته. په دې  وړوکي ګروپ کې جنګ سالاران، زورواکان، غله او چپاولګران راټول شوي وو او په ټول ملت یې ملنډې وهلې، نو ځکه الله په خپل عذاب اخته او تاسې یې پرې بریالي کړئ. نظام ړنګ شو، موټرې ډکې له پطرولو درته پاتې شوې، واک مو تر لاسه کړ، په رښتیا هم الله په من او سلوا ونازولئ.خو واک ته له رسېدو وروسته مو په تواضع سره د الله شکرانه ونه وېسته ، ضدیت او سرتمبګۍ  ته مو مخه کړه. دا ضدیت او سر تمبګي مو تېر ځل هم کړئ وو، خو پایله یې څه شوه. که په همدې ضدیت او سرتمبګۍ حکومت پر مخ وړئ، نو دملت له ګواښ او لرې به نه وي چې یوځل بیا له ورته تقدیر سره مخ شئ.
ځکه چې ستاسو او د تېر نظام تر منځ کوم توپیر نشته، تېر نظام یوې ډلګۍ چلاوو او اوسنی نظام طالب چلوي.
طالب هم یوه ډلګۍ ده او له ټول ملت څخه نمایندګي نشي کولای، طالب هم اکثریت نه دئ، طالب په یوازې ډول له مسلکي او روزل شویو کدرونو پرته نشي کولای، چې دملک چارې په سمه توګه پر مخ یوسي. که غواړئ چې حکومت مو دوام وکړي او د ملک چارې په بریا پر مخه یوسئ نو باید:
۱- په خپل حکومت کې د مولوي، اخند،قاري او ملا ترڅنګه نورو مسلکي کادرونو ته ځای ورکړئ.
۲- هغه چارواکي چې مسلکي مهارت نه لري ، د هغو په بدل کې داسې کسان چې پر وطن اوخلکو مین وي ، ښې زده کړې ولري او مسلکي مهارتونه ولري مقررکړئ ، که وزیران نه لرې کوئ لږه تر لږه مسلکی معینان او رئبسان ورته مقرر کړئ.
۳- له میندو ، خویندو او ښځو سره ضدیت پرېږدئ، په اسلامي حجاب کې اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي،  ځکه چې ښځې زمونږ دټولنې نیمه برخه جوړوي، دښځو بیسوادي د کورنۍ او هیواد د بیرته پاتې والي اصلي لامل دئ.
۴- ښځو ته اجازه ورکړي چې په اسلامي حجاب سره کار ته ولاړې شي.ځکه چې زیاتره کورنۍ نارینه نه لري او ځینې ښځې دکور ټول مسوولیت په غاړه لري، ددې ښځو خاوندان یا په کورنیو جګړو کې وژل شوي او یا په جنګونو کې. اوس ستاسو مسوولیت دئ چې ددوی لپاره کار او معاش برابر کړئ،که نه الله مو په دې کار نیسي، دالله نیونه سخته ده.
۵- په تېر یو نیم کال کې ستاسو دحکومت ټول تمرکز له ښځو سره په ضدیت کې وو. د ښځو په زده کړو، کار، پارک او بهر ته تګ مو بندیزونه ولګول چې دا د حکومت په بنیادي او اساسي کارونو کې نشي راتلای، ددې په بدل کې تاسو باید اساسي کارونو ته پام کړئ وای،لوږه مو له منځه وړې وای، د ځوانانو او بیکاره خلکو لپاره مو باید کار پیدا کړئ وای، تر څو ۲۵ میلیونه کسان له لوږې ژغورل شوي وای، کومه سر تمبګي چې تاسو له ملت سره اخیستې نه یوازې ملت درنه خفه شوئ بلکې په ملک دننه او بهر مو خپل ملاتړي هم له لاسه ورکړل، ځکه خو خلک او کادرونه په دې هڅه کې دي چې ملک پرېږدي او وتښتي.
که چېرې ملت او نړۍ ته غوږ ونه نیسئ او همداسې د ضدیت په خره ناست اوسئ، نو خلک او نړۍ به له ځانه لرې کړئ، نړیوالې مرستې به په دې ملت ودریږي، لکه څنګه چې په دې ورځو کې ځینو مرستندویه مو سسو خپل کار او مرستې ځنډولي دي، له دې امله کیدای شي خلک نور هم له وږي او قحطۍ سره مخ شي. تاسو ته اوس څلویښت میلیونه کسان در له غاړې دي، که په دې ملت هره سختي او بد بختي راځي، مسوولیت یې په دنیا او اخرت کې ستاسو تر غاړې دئ او ځواب به یې ورکوئ. دابه ښه وي چې له بې مسوولیته کړنو څخه لاس په سر شئ، په ژورفکر سره پښه د ملت په ګټه پورته او عمل وکړئ، که نه لرې به نه وي چې په داسې بلا واوړئ کوم چې تېر ځل اوښتي وئ.

1 COMMENT

  1. دا ستاسو وینا دا مطلب ورکوی !
    چې وایې دی خره غوګ ته یاسین ویل او تاسو دې ړندو خرو ته لیکنی کړې دا دی پنجابی غلامان په دی پوهیږې چی حکومت نشی کولې همدا علت ده چی خپل ناموسان یې پنجابیو ته خوشې کړې او پنجابیان ترې مزې اخلی او په اخر کې بیا پنجاب ته تشتی خو حیف دې هغه بی عقلو غریب ځامنو چې دې احمانوته بیعت کړې او اخر کښې مردارېږ او پنجابې یې بیا مړې هم ن ه غ ې نو ستاسو باید دې نصیحتونو پر ځاې دې مبارزې لاره خپله کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب