شنبه, اپریل 20, 2024
Home+حاکم رژیم خرابه معده او د نظام نازک اودس

حاکم رژیم خرابه معده او د نظام نازک اودس

لیکنه: مقتصد
وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه  پلازمېنې کابل ته په زور داخل شول، په دوحه کې د شوي توافق له مخې طالبان مکلف دي چې تاوتریخوالی کم او د افغانستان خاوره له هغو عناصرو څخه پاکه کړي چې د امریکا او متحدینو لپاره خطر پېښوي لکه څرنګه چې د سرپرست حکومت ویاند هم څو څو ځله په دې اړه نړیوالو ته ډاډ ورکړی او لا هم په دې خبره ټینګار کوي.
تر دې توافق وروسته د افغانستان خلکو په ډېره نادانۍ سره دا هیله درلوده چې اوسنۍ اداره به د بیارغونې، له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو ټینګولو، د ملي یووالي حکومت جوړېدو او له اوږدې جګړې وروسته خپلو خلکو ته د یو څه آرامۍ د برابرولو لپاره هڅه وکړي.
خو تر یو نیم کال تېرېدو وروسته لاهم دغې ادارې له ټولو ښکېلو اړخونو سره د ملي یووالي حکومت د جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی، همدا راز ښځو ته د مساوي حقونو د ورکولو ژمنه هم په خپل ځای بې نتیجې پاتې ده، په داسې حال کې چې د افغان نادانې طبقې هیلې هم په رژیدو دي، طالبانو په دې وروستیو کې د ښځینه محصلینو پرمخ د پوهنتونو دروازو تړلو سربېره په یوه جلا حکم کې د ټولو ملي او نړیوالو موسسو چې په خصوصي سکټور کې فعالیت کوي په ښځینه کارکونکو بندیز لګولی دی.
ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د دغه بندیز پر وړاندې توند غبرګون ښودلی او درې لویو نړیوالو نادولتي موسسو په سمدستي توګه په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي او په خبره یې له ښځینه کارکوونکو پرته په سختو شرایطو کې افغان کورنیو ته مرستې نه شي رسولی.
 بايد يادونه وشي چې افغانستان ته ټولې ترلاسه شوې مرستې د نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته رسېږي، ځکه نړۍ نه د طالبانو حکومت په رسميت پېژني او نه له دې لارې د مالي سرچينو برابرولو ته چمتو دي.
د افغان طالبانو هغه ادعاوې چې ګواکې دوی به د تېرو تېروتنو تکرار نه کوي او د یوې داسې افغاني ټولنې د جوړولو لپاره به کار کوي چې ټولې طبقې په کې مساوي فرصتونه ولري او هره ډله د خپل سیاسي اندازې له مخې واک ولري، ناسمې ثابتې شوې دي.
اوس چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت داخلي او بهرنۍ فشارونه مخ په زیاتیدو دي، د دوحې په تړون سربېره امریکا اړ ده چې په خپلو دغو ناسمو پرېکړو تجدید نظر وکړي، ځکه ستونزه یوازې د طالبانو او امریکا نه، بلکې د میلیونونو بې برخلیکه افغانانو ده چې له څلویښت کلنې جګړې وروسته باید د سولې او ثبات د باعزته چاپیریال په رامنځته کولو کې خپل رول ادا کړي، چې دا د دوحې د تړون تر ټوله با ارزښته پاڼه هم بلل شي، بین الافغاني مذاکرات دي او هیڅکله د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلکو له پامه نشي غورځېدلی.
په ټوله کې اوسمهال چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل څخه ناهیلې شوې او په افغانستان کې دننه هم میلیونونه تنه ددغې ډلې له ناسم سیاستونو سره بې حوصلې شوي دي، اوسنی حاکم رژیم به په دې خرابه معده چې په خپله خوښه د زور او سرټمبګۍ سیاستونه تعقیبوي، ملي ارزښتونه، د هیواد اقتصاد، ټولنیز ژوند، بشري حقونه، تعلیم او نور یې د تباهۍ کندې ته غورځولي او د شکنجې، غیر قضایي وژنو، جبري ورکیدا او د رسنیو پر ازادۍ د محدودیتونو ترڅنګ یې د خپلو منتقدینو له توقیف څخه کار اخیستی، د نظام دغه نازک اودس څومره برقرار وساتي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب