یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهبلاول زرداری وايي، امریکا د دیورند کرښې د امنیت لپاره پیسې ورکوي

بلاول زرداری وايي، امریکا د دیورند کرښې د امنیت لپاره پیسې ورکوي

تاند (یکشنبه، د جدي ۴ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د خپل نوي مالي کال په بودجه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کرښه کې د امنیت د ټینګښت لپاره پاکستان ته مالي مرسته په پام کې نیولې ده.

د امریکا د مالي کال یو اعشاریه ۶ تریلیون ډالري بودجه د جمعې په ورځ د استازو جرګې له تصویبه وروسته ولسمشر جو بایډن تصویب کړه. په دې بودجه کې د تېرو کلونو خلاف افغانستان ته هیڅ راز بودجه په نظر کې نه ده نیول شوې خو د پاکستان د باندنیو چارو وزیر ادعا کوي چې د امریکا د وروستي سفر په لړ کې امریکايي سناتورانو باب منندیز، چې د سناجرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی، او لیندسي ګراهام، چې د سناجرګې د عدلي کمېټې مشر دی، ورته ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په بودجه کې له افغانستان سره د پاکستان د پولې د امنیت پیاوړتیا ته مالي مرسته شامله ده.

ده ونه ویل چې امریکا څومره پیسې دې چارې ته ځانګړي کړي دي خو د متحدو ایالتونو سنا جرګې تېره اوونۍ وویل، که پاکستان ډاکتر شکیل اپریدی خوشي کړي، ۳۳ میلیون ډالره مرسته به تصویب کړي.

شکیل اپریدی په دې تور نیول شوی چې له امریکا سره یې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د هستوګنې د ځای په موندلو کې مرسته کړې ده.

په وروستیو کې د منځني ختیځ لپاره دامرکیا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان پاکستان ته لاړ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند کرښه یې له نژدې ولیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب