پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د ځان او  نورو لپاره کار پیدا کړئ | ښوویالی شاه محمد...

د ځان او  نورو لپاره کار پیدا کړئ | ښوویالی شاه محمد بشیر

لوی فکرونه لوی کارونه ترسره کوي. په ژوند کې هغه کسان ډېر ښه ثابت شوي، چې لوی فکرونه لري. د ډېرو کسانونه به مو اورېدلي وي، چې تمه لوړه لره. یعنې که چېرې په ټولګي کې درس وایې؛ نو تل به له ځان سره تصمیم لري، چې باید د دغه ټولګي لومړۍ درجه زه شم، که لومړی نه شې؛ نو دویم او یا هم درېیم خو کېږي، چې ښې درجې دي. که ووایې، چې خیر پوهنتون دوره یوازې کدري نمرې پوره کړم، کفایت کوي، نو پوه شه چې له هغه نه کمې پوره کوې. که دا فکر ولرې، چې چانس ونه خورم، حتمآ چانس خورې… د ژوند په هره برخه کې لوی فکر درلودل اړین دي؛ خو دغه لوی فکر ته د رسېدلو لپاره موخه او هڅه، ډېره اړینه ده.

د نورو لپاره څنګه کار پیدا کړو، دا هم د شخص فکر پورې اړه لري. د نورې نړۍ د پوهنتونو زده کړیالان تل په دې فکر کې وي چې کله له پوهنتون نه فارغېږي، څنګه یو، دوه، لس، شل، سل… کسانو ته کار پیدا کړي؟ د همدې کار لپاره په تحصیلي دروه کې زده کړې کوي، پلان جوړوي. د هغه لپاره تیوریکي نظریې لولي، د پرمختګ لپاره یې لارې چارې لټوي. همدا شخص چې له پوهنتون نه فارغ شي، خپلو پلانونو ته د عملي جنبې په ورکړې باندې کار کوي. د نورو هېوادونو زده کړیالان په دې فکر کې وي، چې څنګه نورو ته کار پیدا کړي؟ خو برعکس زموږ په هېواد کې د هر مسلک کسان له لومړۍ درجې زده کوونکي نیولې، تر وروستۍ پورې په دې فکر وي، چې څنګه ورته یو ځای کې څوک د کار کولو فرصت برابر کړي. یو څوک دې چېرته ورته دنده پیدا کړي، همداسې وي، چې اعتماد به نفس یې ورځ په ورځ ښکته راځي او بلاخره د په ژور خفګان اخته شي. هر ورځ مو ځوانان د داسې کسانو دروازې ته د دندې د پیداکولو لپاره ورځي، چې د علمي، اخلاقي، شخصیتي… پلوه تر ډېره دغه ځوان اوچته مرتبه لري.

کېدای شي، ځېنې ځوانان پوښتنه وکړي، چې د کار جوړولو او یا هم د یو کار پیلولو لپاره پیسو ته اړتیا دی، سمه ده؛ خو دومره هم نه چې ستاسې مخه ونیسي. د کار د پیلولو لپاره دا هنر اړینه دی، چې څنګه پر کمې پانګې یو کار پیل کړو؟  هېڅوک نشته چې تر یو لک افغانیو پورې پانګه پیدا نشې کړی. همدا یولک افغانیو باندې کولای شئ، چې کار پیل کړئ. دا چې څه ډول کار، زه به یې د ځېنو کارونو طرحې د دې کتاب په وروستیو برخو کې درسره په تفصیلي بڼه شریکې کړم. ځېنې ممکن ووایي، چې یولک افغانۍ هم نشې پیدا کولای. سمه ده. پوهنتون دې ویلی؟ ځواب دې حتمآ هو دی. ځکه چې لوست کولای شې؛ نو زده کړې دې حتمآ کړي. هر زده کړیال د پوهنتون د ویلو په وخت کې هر سمستر تر پنځوس زره افغانۍ مصرف لري. دا مصرف دې له کومه کاوه؟ په یو نه یو طریقه دې پیدا کوو. همداسې د کار لپاره هم پیدا کېږي؛ خو په دې شکر چې لوی فکر او زړه ولرې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب