یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد م.م. یو چارواکی وايي، لوېدیځوال دې په کابل کې خپل سفارتونه...

د م.م. یو چارواکی وايي، لوېدیځوال دې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي

تاند(یکشنبه، د جدي ۴ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو یو چارواکی وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سره، جرمني او نور لوېدیځ هیوادونه باید په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال مارکس پوتڅل د جرمني له آر این ډي رسنۍ سره په مرکه کې، چې نن خپره شوه؛ ویلي، په افغانستان کې حضور د وضعیت له اسانه پوهېدو سره مرسته کوي.

ده زیاته کړې چې باید دا هیره نه کړل شي چې لوېدیځ هیوادونه هم په افغانستان کې ګټې لری.

د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته لوېدیځو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند کړل او کارکوونکي یې وایستل.

تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو رعایت له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یو اساسي شرط دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی