یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کابل د طبي علومو د طب پوهنځي محصلانو اعتصاب وکړ

د کابل د طبي علومو د طب پوهنځي محصلانو اعتصاب وکړ

تاند (یکشنبه، د جدي ۴ مه) د کابل د طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کال محصلانو تر دې شعار لاندې چې «یا ټول یا هڅوک» د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د طالبانو د پرېکړې د اعتراض په دود ټولګیو ته له حاضریدو ډډه وکړه.

دوی د طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ریاست ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې له زده کړو د ټولنې د نیمايي برخې محرومول د دې ټاټوبي د څو راتلونکو نسلونو د ویجاړولو معنا لري او دوی د هیواد د تعلیم یافته طبقې په توګه، چې له ماشومتوبه د هیواد ابادۍ ته ژمن دي، د هغو پرېکړو په وړاندې مبارزه او مقاومت خپل مسوولیت بولي چې په افغانستان کې د ستر تعلیمي بحران سبب کېږي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د طب پوهنځي او ګڼو نورو پوهنځیو محصلانو هم د طالبانو د پرېکړې خلاف ورته اعتراضونه څرګند کړي دي.

د کابل د طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کال نارینه محصلانو ویلي:«تر څو چې زموږ د خویندو پرمخ ټولې تعلیمي موسسې پرانیستل شوې نه وي، خپلو درسونو ته به حاضر نه شو. یا ټول یا هیڅوک»

د نجونو د تعلیم د مخنیوي په اړه د طالبانو پرېکړه نه یوازې د ډیرو افغانانو او نړیوالو له مخالفت سره مخامخ شوې بلکې ګڼ طالبان هم پرې خوابدي دي.

راپورونه وايي چې د طالبانو دفاع اوکورنیو چارو وزیران د دې ستونزې د حل کولو لپاره کندهار ته تللي چې خپل مشر ته قناعت ورکړي څو د نجونو پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي.

1 COMMENT

  1. ښه به وي چې هېبتي ځناور پر خپلې وروستۍ پریکړې ټينګ ودرېږي. پداسې کولو به هېڅلامي حمارت ژر نسکور شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب