Homeخبرونهمهمو نړیوالو مرستندیو موسسو په افغانستان کې کار ودرواوه

مهمو نړیوالو مرستندیو موسسو په افغانستان کې کار ودرواوه

تاند(یکشنبه، د جدي ۴ مه) د طالبانو له لوري په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له اعلانیدو وروسته بهرنیو مرستندویو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه.

سېف دي چلدرن، د ناروې د کډوالو شورا، او پاملرنې نن (یکشنبه) وویل، دوی له خپلو ښخینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې مرستو ته د محتاجو ماشومانو، ښځو او نارینه وو لاسنیوی نه شي کولی.

دغو موسسو ته پرون د طالبانو د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړ چې خپلې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېښنوي کنې پر ضد به یې اقدام وکړي.

دغه وزارت د خپلې پرېکړې د دلیل په توګه ویلي چې په وروستیو کې یې داسي شکایتونه اورېدلي چې ګواکي په غیردولتي موسسو کې اسلامي حجاب او د امارت نور مقررات او قوانین نه رعایت کېدل.

د طالبانو حکومت په نړۍ کې یوازینی دولت دی چې اساسي قانون اونور قوانین نه لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې که غیرحکومتي موسسې د دوی امر ونه مني د فعالیت جواز به یې واخیستل شي.

طالبانو دا پرېکړه ۴ ورځې وروسته له دې وکړه چې نجونې یې له پوهنتوني زده کړو منع کړې او د دوی دا پرېکړه په افغانستان او نړۍ کې له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...