یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمتقي پاکستان ته په خطاب کې وویل: پر کرښه تاوتریخوالی د هیچا...

متقي پاکستان ته په خطاب کې وویل: پر کرښه تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی

تاند (یکشنبه، د جدي ۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې نړیوال فشارونه نتیجه نه ورکوي، نړیوال دې د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له حکومت سره تفاهم وکړي.

د متقي اشاره ظاهراً هغو پراخو نړیوالو فشارونو او انتقادونو ته وه چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو پر ضد د پر له بسې اقداماتو له کبله زیات شوي دي.

متقي که څه هم د ښځو یادونه ونه کړه چې د دوی مشر له تعلیم، کار او هر راز ټولنیز فعالیت څخه منع کړي خو په غیر مستقیم ډول یې وویل چې خلک امنیت، کار او تعلیم غواړي.

ده په عین حال کې له پاکستان سره پر دیورنډ کرښه د وروستیو نښتو یادونه وکړه، ویې ویل پر دیورند کرښه نښتې د هیچا په ګټه نه دي.

متقي وویل، طالبان پاکستان ته د یوه مسلمان ورور په سترګه ګوري نو پکار ده چې پاکستان هم د افغانستان په اړه ورته نظر ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«خپل نژدې ګاونډي ته خبرداری ورکوو چې د کرښې (ډیورنډ) په اوږدو کې تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې د سپین بولدک – چمن ترمنځ په شیرواوبو سیمه کې دوې خونړۍ نښتې وشوې. پاکستان طالبان د برید په پیلولو تورن کړل خو طالبانو او ځايي خلکو بیا وویل چې پاکستاني پوځیانو هغه مهال ډزې پیل کړې چې طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې پوسته جوړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب