دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملاندیم : موږ ته تر ملي ګټو، پرمختګ او تمدن دین مهم...

ملاندیم : موږ ته تر ملي ګټو، پرمختګ او تمدن دین مهم دی

تاند(یکشنبه، د جدي ۴ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملاندیم وايي، د دوی لپاره تر ملي ګټو، پرمختګ او د ټولنې تر تمدن دین مهم دی.

ندامحمدندیم، چې یو شمېر خلک یې د لوړو زده کړو ضد وزیر بولي، په یوه ویدیويي وینا کې ویلي، که د طالبانو اصلي هدف د هیواد ابادي او تمدن وای، اسامه بن لادن به یې امریکا ته سپارلی و، ښځې به یې کار ته پرې ایښې وې او ۲۰ کاله جګړې ته به اړتیا نه وه پیدا شوې.

ندیم همداراز ویلي:«ځینې وايي، ولې ښوونځي نه پرانیزئ یا د هلکانو او نجونو ګډو زده کړو ته اجازه نه ورکوئ، یا ښځې کار ته نه پریږدئ او ملي ګټو ته پام نه کوئ؟ موږ ته الله تر هر څه مهم دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې د طالبانو ویندویانو په ځلونو ویلي چې د نجونو ښوونځي یې په موقتي ډول بند کړي او دوی د ښځو د تعلیم او کار مخالف نه دي.

ملا ندیم زیاته کړې؛«که مو د ابادۍ او تمدن پروا لرله، اسامه بن لادن به مو امریکا ته سپارلی و او ښځو ته به مو ازادي ورکړې وه. الله اجازه نه راکوي چې د کفارو غوښتنې ومنو.»

ده ویلي چې د قیوداتو او بندیزونو پروا نه لري او حتي که اتوم بم هر پرې واچول شي، له خپلې پرېکړې به په شا نه شي.

نن درو نړیوالو مهمو مرستندوی موسسو اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د دوی پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له کبله په افغانستان کې خپل فعالیت دروي.

23 COMMENTS

  1. ته ملا ندیم نه بلکه ملا خر یې تر هغو چې تعلیم نوېی نو دین به ځنګه خلک پوه شې دین خو هم یوعلم ده چې باید لیکل او ویل دې زده وېې دین خود دا نه دې ویلې چې ته کرار کښینه نور هر څه به دین کوې دا نن چې ته یو خر دې انسان په څوکې ناست یې دا دعلم برکت ده چې دولتونه جوړوې مګر لکه تا غوندې یو خر دولتونه ورانوې او دېنونه له بین څخه وړې

  2. د ملاړخره دژوند په خير اخري ورځي دي او داسي به تباه شي لکه اولين وار خو دا ځلي به اول مشران له منځه ځي او بيا دا کوچني سپي. لعنت دي په تاسو وي.

  3. دا چي کار اهل ته یی نه وی سپارل شوی او په روابطو د کرسۍ اشغال داسی مشکلات او شرمیدل
    لری، اسلام وایی ؛ العلم و الدین توامان اذا افترقا احترقا۰
    دا نازولی اصلاََ د لوړو تعلیماتو د شڼډولو وزیر دی ؛پسته ای بی مغز چو دهن وا کند رسوا شود،این
    همان است، و همینطور شاعری ګوید
    ګر از بسیط زمین، عقل منعدم ګرډد ـ بخود ګمان نبرد هیچکس که نادانم
    اصلا ملی ګټو تحفظ ، تمدن او پرمختګ ، اسلام کی نغښتی،اسلام وایی ؛ مسلمان په ځمکه کی د خالق،خلیفه او اخرت کی به جنت کی ژوند کوی،نو د مسلمان ژوند د عزت ،اخوت او نورو ته د خیر او تعاون ژوند دی، د اسلام طلایی دور چي تر اوو پیړیو زیات د نړۍ قیادت یی په غاړه وو؛ یواځی سیاسی قیادت نه بلکی اقتصادی،نظامی،تربیتی او کامل انسانی قیادت وو ،چی ته تری بی خبره یی
    دا به ستا ګناه وی، رسول الله صلی الله علیه و سلم موږ ته کامل دین پریښی ،او اوس وارثان د انبیاء
    علیهم السلام مکلف دی هغه بشریت ته ورسوی، دا امانات تر څو اهل ته یی و نه سپارل شی،د ملت امانات ضایع او بمآانزل الله سره سم حکم نشی کیدای ، بالاخره نتیجه به فسق ، ظلم او کفری
    عمل وی لکه شڼډول د معارف ، پوهنتونونو ،د متخصصینو او اهل کار خلک شړل، د مومنانو توهین او تحقیر ،خدمات نه بلکی هر څه کی انحصار،جاهلی تعصبات او فرعونی روش۰

  4. ملا صیب که رښتیا وائې ، لاړ سه د یو جومات ملا امام شه او شپه او ورځ دی خپل لمونځ او اودس کوه ، خدای یاد کړه اود تیرکړي ګناهونو نه دی لوی خدای نه عفوه وغواړه ، زه اطمینان لرم چی پدی تیرو کلونو کی به دی د دی خاوری لسګونه انسانان وژلي وي.

    رښتیا دا د غربي تمدن او د کفارو له لاسته راوړنو، د علم ،پوهی او نوي تکنالوژي نه چی ورسره مخالف یی لکه ، موبائل، موټر، بریښنا، ټی وي ،الوتکه او نوروآسانتیاوو نه چی ټول د کفارو په لاس جوړ شوي کارمه اخله، هغه وخت به موږ ټول ستا دا خبرې ومنوو

  5. دقیقه خبره دې کړې ټنی صاحب. چې بۍ علمی سړی لکه ملا ندیم هر څه له منځه وړي، حدیث شریف وایيي« من عرفه نفسه فقد عرفه ربه) چا چې ځان وپېژنده په حقیقت کې يې الله تعالی وپېژنده. دځان پېژندنې لومړی اصل زده کړه ده چې د ځان پېژندنې او الله پېژندنې نورو اصولو او چارو ته لار هواروي.
    ملا ندیم بې شعوره او احساساتي سړی دی. بې ځایه غرېږي او ځان شرموي. ددې سړي پوهه له تمدنه، اسلامه او سړیتوبه هومره دی لکه دده په خبرو او اعمالو کې ښکارې. دا مسله ددې نورو طالب ملایانو د پوهې، او د عقیدې د ثبات او د ایمان د قوت کچه هم تر سوال لاندې راوړي چې د ملا ندیم خولې ته بډې بډې ګوري او یا پرې خاندي. دوی به خدای ته ځه ځواب ورکوي؟ ځکه دوی هم ددې ظلم او جرم شریکان دي

  6. دی خوګ ( خر ددی خوګ څخه بهتری لری ځکه هغه د انسان ستره د کومک وسیله دی ) او دده ټول خیټور مردارو ږیرو ملګری پنجابی پاکستان کښی د آی ایس اي له خوا د امریکا په ډالرو او د انګلیس په ‍‍‍پون‍ډونو د افغان ملت د بی سوادی ساتلو لپاره او د افغان ملت تدریجی تباهی لپاره خاص تربیه شوی دی دا خوګان د افغان ملت شکنجو ، وږی ساتلو او ځوانانی او ځوانان د مکتبونو او پوهنتونونو ته نه پریښودلو تربیه دنده لری دا تام بی سواده جاهل خیټور خوګان نه د شریعت څخه اګاهی لری او نه دا تام بی سواده د شریعت باندی پوهیدلۍ شی دوی فکر کوی چی په ږیرو درلودلو سره هم ملا او هم طالب دی او د شریعت ساتونکی دی او ددی جاهلو مردارو پنجابی پاکستان غلامانو هر اقدام ضدی اسلامی او ضدی انسانی دی ددوی څخه کفار په مراتبو بهتری لری ددوی پر ضد باید ژر تر ژره ملی پاڅون صورت ومومی !!!!!

  7. غلام حضرت دسمبر 25, 2022 At 10:24 pm
    که څه هم د طالب سره د منطق کارول په هاونګ کی د اوبو کوټلو غوندی بی ګټی کړنه ده خو سره لدی طالب جان ته د څو لنډو ټکو یادوَنه:
    طالب وائی چی دنیوی علم فرض نه دی او فقط د دینی علم حصول فرض دی نو پوښتنه دا ده چی نن ورځ د طالب حاکمیت د ” توپک ” په زور چلیږی او توپک د دنیوی علم محصول دی بناً طالب باید توپک لیری وغورځووی (هغه وخت ولیدل سی چی طالب د وولس په وړاندی د مقاومت توان لری که نه؟ ).
    بله دا چی لومړنی ” فرض ” څیز همهغه ” ژوندون ” دی یعنی ژوندون د ټولو فرضیاتو او واجباتو ستون دی.
    د فرائضو او واجباتو ترک ( البته نه د انکار په نیت) د خُلدالجهنم باعث نه ګرځی خو د ځان او بل وژنه د ابدی جهنم مستوجب ګرځی بناً ” ژوندون ” او د ژوندون د بقاء لپاره تلاښ په دنیوی اسبابو د چمتو کولو توان لری او بس البته دا اسباب په مدرسه کی نه بلکه په مکتب او بازار او ښار کی د حصول وړ دی حتی د مدرسی او مسجد او مُلا د دینی موادو برابرول او تولید هم د مکتب او علمی مرکزونو د فعالیت نتیجه ده.
    نو حاکم طالبه!
    د دواړو جهانو د رسوائی او تورمخی څخه د نجات او خلاصون لیاره فقط ددې حقیقت منل دی چی:
    د دین سمون د دینا او د دنیا سمون د دین د سمون سره مستقیمه اړیکه لری او یوازی په متحجرانه دین اعتصام خپله د دین د ماتی او ناکامی لامل ګرځی.
    په پای کی په ډیر درنښت او احترام عرض کړم چی:
    طالب جانه! ستا او ستا د انګلوساکسونی بادار ادی ګانی پر خره باندی چپه در کینوم ، د ګوزی زامنو.

    Reply
    LEAVE A REPLY
    Comment:
    Comment:
    Name:*
    Name:*
    Email:*
    Email:*
    Website:
    Website:
    Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.

    – Advertisment –

    ادب
    خالق رشید /د غزل د جانان پر ویر
    د استاد بېنوا یاد | خبیب علي
    د علم ګل سحر څو شعرونه
    خبرونه
    د م.م. یو چارواکی وايي، لوېدیځوال دې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي
    بلاول زرداری وايي، امریکا د دیورند کرښې د امنیت لپاره پیسې ورکوي
    د کابل د طبي علومو د طب پوهنځي محصلانو اعتصاب وکړ
    متقي پاکستان ته په خطاب کې وویل: پر کرښه تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی
    مهمو نړیوالو مرستندیو موسسو په افغانستان کې کار ودرواوه
    د تورو ترانې منځپانګې او

  8. په ستا خرکوس ملا ندیم د نالت شي د خرې زویه هغسې فاسد اسلام د په مور ومنډه ، هغه ستا جاهل اسلام په ځان تطبیق کړه نو داسې مردار اسلام دې ولې په زور په نورو تدبیق او عملي کوې !! ملت خو ستا چړي ندی چې په کونه یې وغه یې ! نالت په دائې وحشي د چنګیزیانو مشر

  9. اسلاو او دین اوس موډ ندی هغه د جهالت ددورې محصول دی اوس دعلم او اتوم وخت دی دین په موزیم کې ځای لري ټول یې خوشې خر کسان دي خوشې غول خوري ! څوک چې پر دي عقیده لري چې محمد اسمانو ته ختلی له هغه څخه بل جاهل نشته ! ستاسو ټوله تیوري مزخرفه جاهله ده او په روحي مرییضي ککړ یاست!!

  10. ملا ندیمه ! اسلام ، ملي ګټې او پرمختګ درې واړه موازي سره روان دي . اسلام هېڅکله د پرمختګ ، سوکالۍ ، د ښه ژوند او یا له نړیوالو سره د سیالۍ مخالفت نه دی کړی . ذکات ورکول ، په جمعه سره لمونځ کول یا د حج ادا کول هریو انساني ، اسلامي فلسفه لري . مسلمانان د یو او بل له حاله خبریږي . له یو او بل نه یې زده کوي ، تجارت کوي او مسلمانان مکلف دي چې خپل اقتصادي او نظامي ځواک ته د علم او ساینس په برکت سره رشد ورکړي . مونږ ښه زراعت او مالداري ته اړتیالرو چې زمونږ ولس او د اسلام مدافعین په نسو ماړه وي . مونږ ښه طب او روغتیا ته ضرورت لرو چې د سولې او جنګ وخت کې زمونږ ولس او سربازان تداوي شی او د مسلمانانو نفوس ضایع نه شي .
    مونږ انجنیرانو ، ساینس پوهانو ، د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو ته ضرورت لرو چې زمونږ ځوانان او پېغلې په قوي مورال سره وروزل شي او د یوه اسلامي هېواد د پرمختګ لامل شي . انجنیران پلونه ، سرکونه ، بندونه ، جوماتونه ، کورونه ، ښوونځي ، مدرسې ، روغتونونه ، جنګي او دفاعي وسایل ، زراعتي ماشینونه ، طبي سامان آلات او نور وسایل او ماشینونه جوړوی .
    د پوهنتونونو استادان زمونږ ځوانان روزي چې د سبا ورځې ډاکتران ، انجنیران ، ساینس دانان ، معلمان ، استادان ، ملا امامان ، قاضیان ، څارنوالان ، ژورنالستان ، نظامیان لکه پیلوټان ، ټانکستان ، توپچیان ، استحکام او د وسلو ترمیمونکي ، د حیواناتو او نباتاتو په برخه کې متحصصین ، د برښنا انجنیران او نور وروزي .
    ملي ګټې یعنې یو سالم مسلمان افغان انسان درلودل ، د هغوی سمه پالنه او روزنه ، خپل هېوادوال په خپل وطن کې په ملي ، اسلامي او افغاني روحیې روزل ، له خپلې خاورې ساتل دي . نو دا کوم یو یې له اسلام سره مخالفت او تضاد لري .
    د الله ج دا مبارک امر او حکم چې وایی : کار خپل اهل کار ته وسپارئ ، همدا مفهوم لري . فاعتبروا یا اولی الابصار

  11. شیخ ندیم وا یي ښځي د سړو مزرعه ده. مزرعه یوې اوبه روزل او پالل غواړي. د ښځو تعلیم هم د دې مزرعې اوبه روزل او پالل دي. که مزرعې ته اوبه ورنکړي نو مزرعه به وچه سي او تخم به ضایع سي نو شیح صاحب به تخم بې ځایه شیندلی وي او عبث خواري به یې کړې وي شیخ صاحب ته پکار دي چي اول مزرعه په عقلي علومو سره د کښت د پاره تیاره کړي او بیا تخم وشیندي. که عقلي علم نه لري نو د کفارو دې زده کړي څنګه چي اولینو مسلمانانو کړي وو

  12. سمو زمۍ ګلې ښځه په خپله یو مستقیل شخصیت د مزخرف جاهل ملا او مذکر جاهل ته هیڅ ضرورت نلري ، هغه دانساني ټولنې یوه مکمله برخه ده په خپله ځان روزي خو له دوی څخه دغه فاسد اسلام عربی زوړ کلچر غلا مانې او دشهوت مینځې جوړې کړې دي. ښځه ازاد مستقیم شخصیت دی او دهیچا غلامي با ید و نه مني ، د جاهل سپوږن ملا خو هیڅکله نه !!

  13. واو دغلام مغزو باران دی. یو دتمدن په معنی نه پوهیږی او د انګلوساکسانو راسیست خبری تکراروی نور باندی دبیتمدنی باران اوروی. ملا ندیم مو خوښ دی خو ددی غلام او تښتیدلی مغزو نوره ورکه هم غواړو. دطالبانو دغلبیل دټینګتیا په هیله.

  14. داسلام په ضد دغربیانو جنک لا نده ختم سوی. یونیم کال تیر سو او دسی آی ای داجنتانو او نورو ځیره خورو په تقاضا دافغانستان په ضد دهرډول خنډو تقاضاګانی وسوی. دهر متمدن ډیالاګ غوښتنه وسوه او غیرمتمدن ځواب ورکړ سو. همدا پاڼه دهمدی خبری تایید کوی. دروغ وویل سول او دهر مثبت ګام منفی تعبیر وسو، او دهغه دناکامی اقدامات وسول. دوی جنګ غوښت. دجنګ غوښتنه یی کوله. دا ده اوس یی جنګ وموند.
    مونږ دهمدی غلام او ځیره خورو سخت مخالف یو. دافغانستان داکثریت منافع یی خطر سره مخ کړل. دوچو له کبله لانده وسوځیدل. هغه چی دافغانستان ددینی جنګ له واقعیت نه سترګی پټوی هغوی دخبرو لیاقت نلری. هغه چی متدین وی او بیا دغرب او طالبانو ددوامدار جنګ نه سترګی پټوی او په دی جنګ کی دغربیانو په صف کی دریږی هغه هم نه ددین او نه دافغانستان غمخواره دی. هغوی ته په کار ده چی دهغو پټو دسیسو نه ځان خبر کړی چی داسلام او افغانستان دناکامی لپاره یی غرب او دهغه ځیره خواره افغانان او افغان غربیان روزانه جوړه وی.
    وطنوالو متوجه سی. دافغانستان جنګ نده ختم سوی. خپل دوست او دښمن وپیژنی. همدا ښکنځلمارانو ښولی چی نه دوی ترقی باندی پوهیږی او نه ترقی غواړی. دوی نه دافغانستان دتوحید په غم کی دی او نه دهغه دهوساینی. سلکاله همدا خلکو څه وکړل. هره پردی دخوشایو نسخه یی راوړه خو یوه دترقی کړنلاره یی عملی نکړه. هغه چه مخلص وو هغه یی وواژه او دهغه په ځای مزدور بیعقلان راوړل سول.
    افغانستان دغرب خوسا نسخو ته ضرورت نلری. غربی ټولنی دشړیدلو په حال کی دی او دافغانستان غلام مغزونه یی افغانستان ته ښه بولی. هغه چی هوشیاران دی هغوی دی دجنګ لیاره نه خوښه وی بلکه دنوی افغانستان لپاره نوی داسلام له تمدن سره مطابقه نقشه دی له طالبانو سره شریکه کړی او په هغه دی له هغوی سره کار وکړی. دا کسان دی دوخت نازک حالت ته متوجه سی او دطالبانو ملاتړ دی وکړی.

  15. ثابته دا کور مغزه طالب چی په خره چپه سپور ده دا خپله دی سی ای ای یوه برخه ده کفری نړې زور په اسلام ونه رسید نور داسی جاهلان راوړاندی کړل لکه دغه طالبان ته تر اوسه ویده یې اویا له هماغه څلویشت میلیونه ډالرو کوم څاڅکی در رسییږې دا درست دې انګلیس او امریکا نا اهله بچیان دې دې اسلام ګټلو لپاره ندې راغلې دې اسلام نام بدولو لپاره راغلی امریکا پخوانې ځناورو باند ډیرې پیسی ولګولی چې اسلام په مودرنه طریقه بدنامه کړې ولی غرقه شوه اوس په دې سپګنو ډیر کم شی مصرفوېې صرف ۴۰ میلیونه دالر دا دې پردې دسترخوان باندې لوې شوې خینزیران له وچه ډوډې نه پلو ته شول همدې ته خوشحاله دې دوې ته تعلیم وطن اسلام ملت هیڅ ارزش نلرې ته خپله هم توبه وباسه او دخپل سپیسلی اسلام ته راوګرځه کنه له همدې ډلی سره خدای ناخواسته جهنم ته لاړ شې

  16. ثابت خانه، تبصره دې ګنګه ده، ځکه خبرې دې هم لږ څه ضد و نقیضې دي. خو د لیکنې له وروستۍ برخې نه دې ما دا نتیجه واخیسته چې ته هم لکه ملا ندیم له دین او تمدنه بې خبره درزېږي. لیکنه دې له یوې خوا، او دا چې ځان دې د ملا ندیم په لکې پسې تړلی، له بلې خوا، ستاسو د شخصیت او علمیت د اندازې استازیتوب کوي.
    بله خبره دا چې افغانان خپل دښمنان ښه پېژني. ددې وطن دښمنان د افغان، ملا او مسلمان په نامه د پنجاب لاسپوسي او چړیان دي چې د افغانستان بدبختۍ او نابودۍ ته یې ملا تړلې. داسې تورتم چې تاسې پلورل شویو چړیانو او مخبرانو د پنجاب په امر په دې وطن راوستی په نړۍ کې ساری نه لري. بغېر له پنجابه ، نړۍ کې داسې اسلامي او غیر اسلامي هېواد نشته چې ستاسو پر مخ لاړې تو نه کړي.
    او هغه غربي نړۍ چې ته ورڅخه کرکه لرې، او فکر کوې چې اوس هم له طالبانو سره په جګرې کې دي، هره میاشت د افغانستان له خلکو سره میلیونونه دالر مرسته کوي چې له برکته یې ستا د رهبرانو په شمول ستا او دا نورو چړیانو جیبونه او خېټې هم ډکېږي. هغه ستاسو ګدایګر بادر پنجاب خو هسې هم د دنیا په قرضونو کې غرق دی، کله یې د ګدایې کچکول عربانو ته نېولی وی او کله غربیانو ته. اوس که غربیان بد خلک دې نو دا ستاسو امیرالمجهولین ملا هیبت د حقانیانو او قندهاري طالبانو مشترکه نوې ناوې چې له واده یې یو کال تېر شو خو مخ یې چا تر اوسه نه دی لېدلی، ولې له دوی نه مرسته اخلي. امیر صاحب مو شرمېږئ نه؟ دې موضوع ته هم یو حدیث جوړ کړئ چې پرېکه شوې پزه مو پټه شي. منافقانو.

  17. د اسلامی امت د معتبرو فقهاوو نظر په مختصر طور د تنویر اذهان او واحد اسلامی دریز؛
    اول ـ علم فرض دی پر هر مسلمان؛دا هغه علم دی چي هر بالغ عاقل یی باید ولری لکه ایمان او عقیده ،فرایض او واجبات او مالابُدمنه۰
    دوهم؛ تخصص فرض کفایی دی ؛ موږ یعنی اسلامی امت باید په ټولو علومو کی متخصصین او اصحاب تحقیق او اختراع باید ولرو ،له عقیدی،تفسیر،حدیث،سیرت،فقه ،تاریخ نه نیولی تر طب په ټولو شعباتو کی،انجنیر ی په ټولو شعباتو کی له تعمیر منازل،اسلحه ـ پیاده ـ هوایی ـ بحری ،برق او نور چی اړین وی، زراعت ، وترنری ، فارمسی یا دوا سازی، جیولوژی،ریاضی،فزیک ،کیمیا ،بیولوژی او
    په سلګونو نورو رشتو په ټولو شعباتو کی کوم چي د مسلمان انسان د ژوند لپاره نافع وی او فقهاوو ورته ـ علوم نافعه نوم ورکړی ـ تخصص ، تحقیق او اختراع فرض کفایی بلل شوی ۰
    دریم ـ هغه علم چي په شرایطو پوری تړلی لکه حج ، جهاد او نور ؛ کله چی مسلمان د حج د فریضی د اداء لپاره برابریږی ـ اول د حج علم ورباندی فرض دی بیا یی عمل ، همداسی په جهاد ، تجارت او نورو ساحو کی۰
    دا ضرور نده چې ټول مسلمانان په تفسیر، حدیث یا فقه کی دکتورا واخلی ، دکتورا او د هغی نه پورته دا اړه لری د اسلامی امت تر ضرورت پوری چي کومه ساحه کی کمبود لری ، تر څو امت خودکفا او ترهبون به عدوالله و عدوکم ته لوړ شی نو بیا کیدای شی چي نړیوال لکه طلایی دوره د
    علومو د تحصیل ، تداوی او تجارت لپاره د امت مراکزو ته مراجعه وکړی ۰
    خو پرون په دانشګاه او پوهنتون او ڼن په مکتب او مدرسه ـ نفاق او شر انګیزی د عاقل مومن کار ندی بلکی د علمی مراکزو تقویه او توسعه لتقرب الی الله د مومن حاکم اصلی وظیفه او شرعی مسئولیت دی، فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون۰
    موږ باید هغه دین وپیژنو چي رسول الله صلی الله علیه و سلم بشریت ته را رسولی او بدوی عقدوی
    او پلیدو استخباراتی فکرونو ـ دین او اذهان ملوث نکړو۰

  18. دا زیاترو طالبانو نظر دی. یو وخت اخوانیانو هم د ملت او ملي یووالی د اسلام خلاف ګڼلو خو وروسته یې تجربه ترلاسه کړه او لږ بهتره شوو
    دوی د تاریخ ویاړونو ته بد رد وایی، سفاو ورته سم مسلمان ښکاري خو امان الله خان اوس هم ورته کافر ښکاری. دا نظریه پاکستان ورپیچکاري کړې ده
    لغمانی

  19. ښه وګوری،ځیر شی دا طالب د تحصیلات عالی د وزارت په نمایندګی منحیث اول کس غواړی ووایی چي دین له انسانی ژوند سره هیڅ تړاو نلری،چا چي یوه ورځ هم کوم مرکز د علم کی تیره کړی وی ، داسی خبره نکوی،په معصیت کی اطاعت نشته ۰
    ایا مومن حاکم دومره جاهل وی ؟ که حکامو ته صفات او وړتیاوی هم تعریف شوی ؟
    دا ډول اجنبی حکام دی ملت ته غیر له غرقولو نور استعداد لری ؟

  20. د اسلام مبارک دین خپله د تمدن دی . حضرت محمد ص چې له مکې نه یثرب ته هجرت وکړ ، د دغې سیمې نوم یې له یثرب نه مدینې ته واړاوه . چې دا خپله د اسلامي تمدن اساس جوړوي .
    ټول مسلمانان سره ورونه دي دوی باید یو له بل سره مرسته وکړي او د ضرورت په وخت کې له یو بله نه دفاع وکړي چې دا بیا د مسلمانانو ملي ګټې جوړوی . د مسلمانانو خاوره ، حاکمیت ، آزادي ، له خپلو ټولو اتباعو نه دفاع ، د هغوی د تجارت ، تحصیل ، روغتیا ، د ژوند د وسایلو او نورو نه دفاع د مسلمانانو او افغانانو ملي ګټې دي .
    ملا جاهل او ملا آی اس ای د افغانانو دښمنان یا د ملي ګټو ، اسلام او تمدن دښمنان دي .

  21. که دلته پورتنی لیکونکی افغانان وی (په افغانستان کی پاتی وی او پردی دایمی اقامه او تابعیت نلری) نو افغانستان دی خدای وساتی. هغه چی پردی تابعیت لری او دایمی اقامی لری له هغو ګیله نسته. هغوی اوس دپردو په ګټه خبری کوی او داباید هر افغان ومنی او تمه ځینی وباسی. هغوی دافغانستان په ګټه هیځ وخت ښه خبره نکوی. هغوی اوس پردو ته ځان ښه امریکایی او یا اروپایی ښیی. خو هغه چی افغانان دی او طالبان جاهل، پاکستانی، امریکایی، سپږن او نامسلمان بولی ایا هغوی دا رښتیا باور لری چی په همدی به افغانستان نجات ومومی. ایا دوی رښتیا په دی باور لری چی طالبان همداسی دی. که باور لری ایا دوی یوه ورځ له خپله وجدان نه پوښتنه کړی چی هغه چی دوی لیکی هغه رښتیا واقعیت لری او که نه. دوجدان په محاسبه کی یی سند او ثبوت پسی سرګرخولی او که صرف یو امریکایی او یا امریکایی ځیره خور ورته ویلی او دوی هغه په کلکه منلی.
    اوس به راسو چی ووایو ولی دوی غلطی لیکنی کوی:
    جاهل طالب: په نړی کی حقوقدانان ترډیرو هوښیار منل سوی. هغه چی حقوقشناس وی هغه دخلکو په نظر کی موفق رهبر کیدای سی. طالبانو اسلامی حقوق ویلی او دهغو متخصصان دی. ایا دوی په دی جاهل دی چی دکفر حقوق یی ندی زده کړی؟ دا دیو مسلمان لپاره څومره دشرم خبره ده چی اسلامی حقوق جهل بولی او پردی علم. دا په داسی حال کی چی اسلامی حقوق دغربی حقوقو اصل او اوس هم له هغوی نه برتری لری. طالبانو وښودله چی هغه چی غربمینه کسانو په سلو کالو کی ونکړای سول هغوی په لنډ وخت کی پیل کړل او موفقانه پر مخ ځی. زما په نظر خو طالبان له ټولو هوښیار دی. تحربه نلری. تحربه او علم او تحلیل بیل شیان دی.
    پاکستانی طالب: طالبان له پاکستان سره اوس په ساړه او تاوده جنګ کی اخته دی او خلک وایی چی هغوی دپاکستان مزدوران دی. دا کوم منطق ده چی داسی خبرو ته اجازه ورکوی؟
    امریکایی طالبان: امریکایان نیمه هسته یی بمونه په طالبانو اچول هغوی یی مړه کول او شل کاله وروسته یی امریکایان وشرمول او تیښتی ته یی برابر کړل او خلک وایی طالبان دامریکا مزدوران دی. په هغوی نه ګوانتانامو او نه دقطر قصرو تاثیر کړی. هغسی ثابت په میدان ولاړ ول او لا دی. طالبان اوس هم امریکا ته په نیغه فرمان صادروی او خلک وایی چی دوی دامریکایانو مزدوران دی. ایا طالبان به مزدوران وی او که هغه چی دامریکا حکومت یی منلی وو او دهغو ځیری یی خوړلی او لا یی خوری. دا خبره له هغو سره لګیږی جه خپله مزدور وی نو ټول ورته مزدوران ښکاری. دهغوی دنیا دمزدوری دنیا وی او آزادی نه سی تعریفولای. سوچه افغان باید په داسی خبرو وشرمیږی.
    سپوږن طالبان: ایا شرم نده چی خپل پلرونه او نیکونه بی عزته وکتل سی. صابون کنکیان ټول تقریبا سپږن پلورنو او نیکه ګان لری. وشرمیږی خپل اصل او اصول مه هیروی.
    تمدن: نه پوهیږم کوم جاهل سیول په تمدن ترجمه کړی دی. مدینه تمدن سره ربط لری. په ښار کی اوسیدنه دفساد سره برابر بلل سوی. په ښار کی اوسیدنه دسیویک اخلاقو یوازنی منبع نده. انسانی اخلاق په غرو، کلیو، او ښارونو کی تولید سوی. هغه لس رزه کلن تاریخ لری. اخلاق یوه مفکوره ده چی په هغه باندی یوه ټولنه دانحصار دعوه نسی کولای. که څوک دهغه دانحصار دعوی کوی هغوی ځان خطا باسی. هغه له انسانی برابری او مساوات سره ضدیت لری. بهتره ترجمه چه دسیولیټی لپاره پښتو معادل کیدای سی هغه رسم او رواجونه دی. نو متمدن باید با کلچره سړی دی وویل سی کوم دخپل عادتونو پابند وی. غربی رواجونه بیل دی او افغانی بیل دی. که څوک افغانی رواجونه جهل بولی نو هغه دی امریکا ته لاړ سی افغانستان دهغه ځای نده. په دی به ددوی ماغزه او دافغانانو ماغزه ارام پاتی سی.
    طالب او تمدن
    دا چی غربیان او دهغوی لاسپوڅی دتمدن نغاری وهی هغوی دافغانی تمدن خبره نکوی. هغوی دخپل ناکامه مفکورو خبره کوی. هغوی خپل استبدادی مفکوره په نورو تحمیلوی. طالبان چی بیا تمدن یادوی نو هغوی دانسانی علومو خبره نکوی هغوی دهمدا فریببی مفکوری خبره کوی کومه چی غربیان یی په طالبانو تحمیلوی. پوه خلک باید دی ته متوجه سی او دفریبکارانو له درواغو نه ځان اګاه کړی.
    طالب او اسلام
    طالبانو دامرثانی خبره کړی او دلته خلک دامریکایانو ډنډوری غږوی. خبره دتعلیم دروا والی او نه روا والی نده. نو هغو کسانو چی کومه خبره دلته او یا هلته له اسلامه په انترنت لیدلی وی بی محتوا یی مه لیکی. مونږ ټول پوهیږو که امریکایانو مخالفت نوای کړی نو دلته په چیغی او انګولی نه وهل کیدی.
    لعل مخمد جانه خبلی خبری ته دی پام نده سوی. امریکایان طالبانو دملت په ملاتړ په جنګ کی مات کړی. دامریکا ماتی لکه څومره چی دملت افتخار دی هومره دطالبانو افتخار دی. که دا ونه منل سی نو دا به تاریخی غلطی وی او ظلم.
    پتنګ خانه زه دی پیژنم. ته دامریکایی داشغال له وخته دهغوی ساتونکی او مدافع یی. عمومی خبره مکوه. ووایه کومه خبره تاته دفهم مشکل پیدا کړی. دا چی دطالبانو ددفاع په سر خلک ملامتوی دا دیوه پوه سړی کار ندی.
    دمستقل او اسلامی افغانستان په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب