شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د مظاهرو له ویرې د تودو سیمو پوهنتونونه رخصت کړل

طالبانو د مظاهرو له ویرې د تودو سیمو پوهنتونونه رخصت کړل

تاند (شنبه، د جدي ۳ مه) په کندهار او ننګرهار کې د پوهنتونونو د محصلانو له مظاهرو وروسته طالبانو د ټولو تودو سیمو پوهنتونونه بند کړل.

د دولتي او خصوصي پوهتونونو د اتحادیې د راپور له مخې، طالبانو د تودو (ګرمسیرو) سیمو پوهنتونونو ته ویلي چې د یوې اوونۍ لپاره محصلان رخصت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغو سیمو کې  ازموینې لا پای ته نه دي رسیدلې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند دا خبر تایید کړ، ویې ویل، دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې محصلانو ازموینې ته تیاري نه لرله.

طالبانو دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د نجونو پر مخ یې پوهنتوني زده کړې منع کړې او د دوی دا اقدام په داخل او خارج کې له پراخ غبرګون سره مخامخ شو.

نن په هرات او کندهار کې مظاهرې وشوې.

له هغې خپرې شوې ویډیو، چې په پټه اخیستل شوې، څرګندېږي چې طالبانو په خورا بې رحمۍ د کندهار پوهنتون محصلان وهلي او ډزې یې پرې کړي دي. خو څرنګه چې په کندهار کې تربته فضا واکمنه ده او رسنۍ سختې سانسور کېږي، د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

ګومان کېږي چې د لا پراخو او نورو اعتراضونو له بېرې طالبانو د تودو سیمو پوهنتونونه رخصت کړي دي.

1 COMMENT

  1. طالبان دی پربې دفاع محصلینو خپل قوت نه ښیی باید ویښ شی
    اود اصلی دوښمانو سره مقابله و کړي .
    ایاطالبانو کی داسي عالمان شته چی دخپل اصلی دوښمانانو دروغ دقلم ، اوتاریخی نسخو په مټ ثابت کړي او مخونه یی ورتور کړي ؟
    داولوئ:
    څه شان ښکرور دروغ وایی:
    زندگینامه میرویس کندهار یا شهزاده پارسی

    نویسنده افسر سویدنی، برگردان داکتر لعلزاد
    extension://elhekieabhbkpmcefcoobjddigjcaadp/http://goftaman.com/images/books/zendaginame-mirwais.pdf

    هویت و اقتدار تاجیکان (اپاریسینا اپارسین)

    هویت و اقتدار تاجیکان (اپاریسینا اپارسین) (goftaman.com)
    extension://elhekieabhbkpmcefcoobjddigjcaadp/http://goftaman.com/images/books/lalzad-tajikan.pdf
    داده ناروغو ایرانی غلامانو سایټ دی
    ډیرچټیات وایی۰ دلسټونو ماراندي۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب