Homeخبرونهملګري ملتونه او غیرحکومتي موسسې د طالبانو پر پرېکړه غونډه کوي

ملګري ملتونه او غیرحکومتي موسسې د طالبانو پر پرېکړه غونډه کوي

تاند(یکشنبه، د جدي ۴ مه) د ملګروملتو جګپوړي استازي او په افغانستان کې د فعالو لسګونو غیرحکومتي موسسو استازي نن (یکشنبه) په دې غور کوي چې د طالبانو له لوري په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته باید څه پرېکړه وکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د دې لپاره چې د کورنیو او بهرنیو موسسو د کارونو او لارښوونو د انسجام چارو مسوولیت د دوی دی نو ټولو غیرحکومتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته هدایت کېږي چې د خپلو ټولو ښځینه مامورینو کار ودروي.

دا وزارت د خپلې پرېکړې د دلیل په توګه وايي چې په وروستیو کې یې داسي شکایتونه اورېدلي چې ګواکي په غیردولتي موسسو کې اسلامي حجاب او د امارت نور مقررات او قوانین نه رعایت کېدل.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ د دفتر د عامه اړیکو مسوول تاپیوا ګومو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:«د بشري مرستو د موسسو د افغانستان ټیم یا (HCT) نن ناوخته غونډه کوي چې له ستونزې سره د چلند په اړه خبرې او مشورې وکړي.»

ایچ سي ټي د ملګروملتو له مامورینو او د لسګونو افغان او نړیوالو غیرحکومتي موسسو جوړه ده.

د ځینو غیرحکومتي موسسو کارکوونکو ویلي چې دوی به په دې خبرې وکړي چې ایا د طالبانو له پرېکړې وروسته په افغانستان کې خپل کارونه په بشپړ ډول ودروي.

ملګروملتو د طالبانو پرېکړه غندلې خو ویلي یې دي چې د هغې په اړه به له طالبانو وضاحت وغواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي ادارو او موسسو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار پر بندیز ژوره اندیښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې دا اقدام به په افغانستان کې له ملیونونو کسانو سره د ژوند ژغورنې د مرستو بهیرګډوډ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...