Homeخبرونهملایعقوب محاهد د اماراتو له ريیس سره وکتل

ملایعقوب محاهد د اماراتو له ريیس سره وکتل

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۴ مه) د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد، چې متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی، د دغه هیواد له رييس شیخ محمد بن زید النهیان سره وکتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوی د افغانستان او متحده عربی اماراتو ترمنځ د اړیکو، دوه اړخیزو همکاریو او نورو مهمو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس (وام) وايي، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو له رييس سره پرون یکشنبه په ابوظهبي کې د امیر په ماڼۍ کې وکتل.

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس د اماراتو له ريیس سره د طالبانو د دفاع وزیر عکس هم خپور کړی.

په دې کتنه کې له ملایعقوب مجاهد سره انس حقاني هم حضور لري.

په سپټمبر کې د طالبانو حکومت د متحده عربي اماراتو له یوې کمپنۍ (GAAC) سره د افغانستان د هوايي ډګرونو په اړه یو قرارداد لاسلیک کړ.

قطر او ترکیې هم دې قرارداد ته لېوالتیا لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...